تازه خبرونه

طالبانو په بدخشان کې د ارغنجخوا ولسوالۍ مرکز نیولی

Published

on

د بدخشان ولایتي شورا غړي احمد جاوید مجددي ویلي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت د ارغنجخوا ولسوالۍ مرکز نیولی او امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ له تېرو دوه ورځو په اړوند ولسوالۍ کې درنده جګړه روانه وه، چې د تازه دمو سرتېرو د نه رارسېدو له کبله امنیتي ځواکونو له ولسوالۍ شاتګ کړی دی.

د بدخشان د ولایتي شورا دې غړي دا هم ویلي، چې له وسلوالو طالبانو سره په نښته کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري او یو پاڅونوال وژل شوي او یو شمېر پوځي تجهیزات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د پولیسو ویاند خلیل الرحمان جواد ویلي، چې د ارغنجخوا ولسوالۍ مرکز له تېرو درې کلونو څخه د طالبانو په ولکه کې دی او امنیتي ځواکونو، چې په یوه ښوونځي کې اړولي وه؛ اوس یې ترې شاتګ کړی او په بله سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

دغه راز د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې له تېرې شپې راپدیخوا جګړه روانه وه او طالبان د دې ولسوالۍ بازارته دننه شوي دي.

د تخار والي ویاند ویلي، چې طالبان له ولسوالۍ څخه شاتګ ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو د چاه آب ولسوالۍ له بېرته نیولو خبر ورکړی، چې ویل کیږي په دې نښتو کې ۲۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.  

Trending

Exit mobile version