تازه خبرونه

طالبانو په بغلان کې د خلکو کورونه او حاصلات سوزولي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بغلان ولایت اوسېدونکي له جګړو سرټکوي دوی وايي چې د جګړو له کبله يې ټول کرنيز حاصلات سوزېدلي دي.

دوی ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د دوی کرنیز حاصلات او څاروي له منځه وړي دي. دوی وايي چې دولت باید د بغلان نا امني کابو کړي. افغان ځواکونه وايي چې وسله وال مخالفین د خلکو په کورونو کې سنګر نیسي او د مرکزي بغلان د سيمو په اوسېدونکوظلم کوي.

د مرکزي بغلان د ناامنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې جګړې او تاوتریخوالي د هغوی ژوند له ستونزو سره مخ کړیاو هر څه یې له لاسه ورکړي دي. ځیني کسان وايي چې وسله والو طالبانو د دوی کرنیز حاصلات او کورونه سوځولي دي.

افغان ځواکونه وايي چې وسله وال طالبان لهدوی سره د مقابلې توان نه لري او د خلکو په کورونو کې یې سنګرونه نیولي دي.

د بغلان ولایتي پلاوی وايي چې د تلفاتو او زیانونو ارزونه یې کړې ده، خو زیانمن شوي کسان وايي چې دوی سرپناهاو خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version