تازه خبرونه
طالبانو په بغلان کې ۲ تېل تانکرونو ته اور اچولي او ۷ نور یې وړي
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې وسلوالو طالبانو نن له غرمې مخکې د بغلان – سمنګان پر لویه لار د تېلو دوه تانکرونو ته اور واچاو او اووه نور یې له ځان سره وړی دي.
ځایی سرچینو زیاته کړې، چې وسلوالو طالبانو ۷ نور ټانکرونه له ځان سره د بغلان ولایت د مرکز اړوند ډنډ غوري ته وړي دي.
د دغې لویې لارې مسافرو ویلي، چې طالبانو دغه لار څلور ګړۍ د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
ځایی سرچینو ویل، چې طالبانو د پلخمري د اربابانو د چشمه شېر په اړوند سیمه کې تانکرونو ته اور اچولی و او اووه نور یې د پلخمري ډنډ غوري سیمې ته لیږدولي، چې هملته یو لیتر پر ۲۰ افغانیو پلورل کیږي.
په بغلان کې امنیتي چارواکو او وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
