تازه خبرونه

طالبانو په بلخ ولایت کې ۱۴ پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي، چې طالبانو د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی؛ اته پولیس یې وژلي او شپږ ټپیان دي.

طالبانو د شنبې پر شپه د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د افغانیه پر پوځي اډه برید کړی.

مسوولین مني، چې د طالبانو په دې برید کې اته پوځيان وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

افغانیه اډه  د مزار شریف شمال ته پرته ده، چې په یوه کال کې طالبانو پرې اووه لوی بریدونه کړي دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل ويلي؛ طالبانو د پولیسو پر پوسته برید کړی، چې په نښته کې یې اووه طالبان وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

د وژل شویو پولیسو د کورنیو غړيو ویلي؛ طالبانو په دې برید کې ۱۴ پولیس وژلي دي.

دوي پر چارواکو تور لګوي، چې پولیسو ته یې پخپل وخت مرستندویه ځواک ندي لیږلی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل منلې، چې طالبانو د افغانیه اډې په لاره کې ماینونه ښخ کړي او د ناوړه هوا له کبله هوايي ځواک سیمې ته ونه رسید.

نهر شاهي د بلخ مرکز مزارشریف ته تر ټولو نږدې ولسوالي ده. د تېرو کلونو په پرتله په دې ولسوالۍ کې نا امني ډېره شوې او طالبان وخت نا وخت پر افغان سرتېرو بریدونه کوي.

Trending

Exit mobile version