تازه خبرونه
طالبانو په خپلو پوځي لیکو کې پر بهرنیو جنګیالیو بندیز لګولی
د طالبانو پوځي کمیسیون خپلو ټولو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې، چې په خپلو پوځي لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو د تګ او راتګ او د هغو له ساتلو ډډه وکړي.
د طالبانو په اعلامیه کې، چې آریانا نیوز ته رارسېدلې راغلي؛ هیڅوک نشي کولی، چې بهرني جنګیالي په خپلو لیکو کې پټ وساتي او یا پناه ورکړي.
د طالبانو د پوځي کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ که هر چا دا کار وکړ او ولایتي مسوولین ترې خبر شول؛ نو له دندې به لرې، ګروپ او ډلګی به یې لغو او د وروستۍ جزا لپاره به پوځي کمیسیون ته وروپېژندل شي.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د سې شنبه پر ورځ د افغانستان پوځي چارواکو ادعا وکړه، چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په پوځي ډګرونو کې له دولتي ځواکونو سره د طالبانو تر څنګ القاعده، پاکستاني او چیچنیايي وسلوال هم جنګیږي.
پوځي چارواکو ویلي وه: هغه نښې نښاني، چې د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په څلور میاشتنۍ جګړه کې په لاس ورغلي؛ ښيي، چې له طالبانو سره د القاعده تر څنګ پاکستاني او چیچنايي وسلوالو هم په جګړه کې عملي برخه اخیستې ده.
دغه راز د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د ۴ پاکستانیو اتباعو په ګډون لس طالب جنګیالي وژل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا راپور رد کړی او څرګندوي، چې د دوی تر څنګ په پوځي ډګرونو کې هیڅ پاکستاني اتباع جګړه نکوي.
د امریکا او طالبانو د تړون له مخې؛ طالبان اړ دي، چې له القاعده او داعش ته د ورته ډلو سره خپلې اړیکي پای ته ورسوي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی5 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

