تازه خبرونه
طالبانو په غور او کندهار ولایتونو کې ۹ پولیس سرتېري وژلي
د غور ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د طالب جنګیالیو په یو لړ وسلوالو بریدونو کې لږ تر لږه ۹ پولیس سرتېري وژل شوي دي.
د غور ولات د پسابند ولسوالۍ امنیه قومندان فخرالدین ویلي، چې طالبانو تېره شپه د اړوند سیمې پر آبک پوستې بریدونه وکړل.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په دې برید کې ۷ سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.
هفه دا هم ویلي، چې یو سرتېری تریتم دی او طالبانو د پوستې ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي.
دی وایي، چې دغه برید د غورولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي مرستیال والي ملا احمدشاه لخوا تر سره شوی دی. په دې برید کې طالبانو ته هم ځاني زیانونه رسیدلي؛ خو تر دې دمه یې بشپړ شمېر معلوم ندی.
دغه راز د کندهار پولیسو هم په ډاګه کړې، چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۱۶ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د کندهار ولایت امنیه قومندان زیاته کړې، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت د ډنډ ولسوالۍ پر امنیتي ځواکونو برید کړې، چې په کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.
طالبانو تر دې دمه د دغو دواړو پېښو په اړه څه ندي ویلي.