تازه خبرونه
طالبانو په لوګر کې دوه میرمنې وژلي – سرچینې
(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۳۹۹)
یوې امنیتي سرچینې، چې له نوم ښودلو یې ډډه کړې آریانا نیوز ته ویلي؛ دا دوه میرمنې د دې ولایت د محمدآغه ولسوالۍ د مغل خېلو په اړوند سیمه کې د طالبانو لخوا وژل شوې دي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د پېښې په قربانیانو کې یوه د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو پخوانۍ کارکوونکې میرمن پشتون( بختۍ ) ده، چې له خپلې خور فاطمه نومې سره تېر ماښام مهال وژل شوي دي.
دغه راز د یادې ولسوالۍ د کندهاري پله په اړوند سیمه کې یوه ماین هم چاودنه کړې، چې ځاني زیان نلري.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.