تازه خبرونه
طالبانو په لوګر کې د مشرانو جرګې پخوانی غړی وژلی – سیمه ییز چارواکی
(Last Updated On: غبرګولى ۲۰, ۱۳۹۹)
د لوګر ولایت چارواکو ویلي، چې طالبانو د مشرانو جرګې پخوانی غړی ولی احمدزی وژلی دی.
د لوګر والي ویاند دیدار لونګ آریانا نیوز ده ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شبه نوموړي په پل علم کې د خپلې خور له کوره ایستلی او بیا یې وژلی دی.
طالبانو تر دې دمه په دې پېښه کې لاس لری نه منلي اونه رد کړي دي.
ولي احمدزی د حامد کرزي د پېر ولسمشرۍ پر مهال په مشرانو جرګه کې د لوګر د خلکو استازی و.
دغه راز یوې سرچینې د نومو نه ښودلو بر شرط آریانانیو آریانا نیوز ته ویلي، چې طالبانو تېره شپه څه نا څه یوولس بجې د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ د دره شیوه پرامنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې درې ساعته روان ول.
په دې بریدونو کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او طالبانو ته کوم زیان ندی اوښتی.
طالبانو د دې پېښې په اړه هم څه ندي ویلي.