تازه خبرونه

طالبانو په پنجشېر کې د آبشار ولسوالۍ پر اړوند سیمو بریدونه کړی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۸, ۱۳۹۹)

په پنجشېر ولایت کې سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت د آبشار ولسوالۍ پر قلعه تري کلي برید کړی او درې ملکي وګړي یې یرغمل نیولي دي.

په پنجشیر کې ځایي چاروکي وايي، چې برید نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې تر سره شوی او طالبان اوس هم په اړوند کلي کې دي.

د پنجشیر والي ویاند منصور عنابي ویلي، چې د طالبانو له منګولو څخه د نیول شویو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.

طالبان ویلي، چې د اړوند سیمې یوه امنیتي پوسته یې نیولې او درې سرتېري ورسره بندیان دي.

دوه ورځې مخکې هم طالبانو ویلي وه، چې د دې ولایت په پریان ولسوالۍ کې یې څو امنیتي پوستې نیولي؛ پېنځه امنیتي منسوبین یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په کابل کې د ملي اتل احمدشاه مسعود د مړینې ۱۹ تلین ونمانځل شو او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد د مقاومت څلي په انګړ کې د هغه د درناوي لپاره د ګلو ګیډۍ کېښوده.

Trending

Exit mobile version