تازه خبرونه
طالبانو په کابل، ننګرهار او عامه تاسیساتو د بریدونو څېړل غوښتي
طالب ویاند په ډاګه کړې؛ مونږ په کلکه غوښتنه کوو، چې په کابل، ننګرهار او عامه تاسیساتو کې د بریدونو په اړه دې رڼه او ناپېیلې څیړنه وشي، چې د دغو سترو جنایاتو د عاملینو له تورو مخونو پرده پورته او کلک حساب – کتاب ورڅخه واخستل شي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا څرګنده کړې، چې د کابل او ننګرهار بریدونه په هيڅ ډول له دوی سره تړاو نلري.
نوموړي ټینګار کړی، چې: مونږ دواړه تر سره شوې پېښې جنایت او ستر وحشت بولو؛ پر کلینیکونو، جنازو اوعامه تاسیساتو برید زمونږ په پالیسی کې ځای نلري.
د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ له دغو چاودنو او بریدونو څخه د طالبانو پر ضد افزاري استفاده کیږي او هم د دوی پر ضد د تعرضي عملیاتو د پيل اعلان دی او دا کار ښیي، چې په افغانستان کې حکومتي چارواکي د جنګ غوښتنې پالیسۍ د پلي کیدو لپاره اوبه خړوي او کبان په کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو یو لړ تویټونو کې څرګنده کړې، چې په راوانه اوونۍ کې داعش پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه کړي دي.