تازه خبرونه

طالبانو په کندوز کې درون برید تر سره کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۲, ۱۳۹۹)

د کندوز ولایت د مقام  پر انګړ د یکشنبې پر ورځ  وسلوالو طالبانو د څارګرې الوتکې برید تر سره کړی و.

ځايي چارواکو تایمز ته ویلي؛ بریدګرو د والي هغه ودانۍ پر نښه کړې، چې ساتونکيو یې والیبال کاوه. په دې برید کې لږ تر لږه څلور امنیتي ساتونکي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني ویلي: هغه مهال، چې د کندوز والي ساتونکيو د والي د میلمستون په انګړ کې د واليبال لوبی کولې؛ نو ناڅاپه  په کې چاودنه رامنځته شوه.

هغه زیاته کړې: تر دې دمه دا روښانه شوې نده، چې دا چاودنه وه او که  توغندی یا د درون برید.

د کندوز د پارلمان غړی فضل کریم ایماق په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي، چې پېښه د برید د نوې میتود ښکارندویي کوي؛ خو دا یې ونه ویل، چې آیا درون برید کړی وي.

نیویارک تایمز څرګنده کړې، چې د طالبانو ویاند د تبصرې غوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د متحده ایالاتو د چارواکو په وینا؛ داسې راپورونه ورکړ شوي، چې د ریموت کنترول شوي وسیلې د مهماتو کارولو لپاره کارول کیږي. دا کار په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت لخوا ترسره شوی دی.

د می په میاشت کې هم ورته برید د کندوز والي پر ودانۍ شوی و، چې یو کس په کې وژل شوی و. په هغه وخت کې د والي ویاند ویلي وه، چې یو توغندی د والي پر یوه میلمستون لګیدلی؛ خو وروسته سیمه ییزو چارواکو څګرګنده کړې وه، چې دوی پر درون برید باوري دی.

د تایمز د څرګندونو له مخې؛ که د یکشنبې وسلوالو برید درون وي، نو د افغان او ناتو ځواکونو لپاره پراخې او ناوړه پایلې لرلی شي.

په کندوز کې چارواکو ویلي، چې د مارچ په میاشت کې افغان ځواکونو ادعا کړې وه، چې یوه بې پیلوته الوتکه یې وېشتلې ده.

Trending

Exit mobile version