تازه خبرونه
طالبانو په کندوز کې ۹ سرتېري وژلي
Last Updated on: چنګاښ ۴, ۱۳۹۹
په کندوز ولایت کې د وسلوالو طالبانو پر بریدونو د یو شمېر امنیتي پوستو ۹ سرتېري وژل شوي دي.
د کندوز والي ویاند عصمت مرادي ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د ارچې ولسوالۍ د افغان ځواکونو، عامه نظم او پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې په دې بریدونو کې ۹ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې نښته کې ۴ وسلوال طالبان هم وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ملي امنیت شورا په هېواد کې وروستې اوونۍ له تېرو ۱۹ کلونو راپدیخوا افغان ځواکونو ته د ځاني زیانونو له کبله مرګونې اوونۍ نومولې، چې په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ بریدونه تر سره شوي دي.
