تازه خبرونه

طالبانو ډېرو ملکي وګړیو ته ځاني زیانونه اړولي – ملي امنیت شورا

Published

on

(Last Updated On: زمری ۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ په تېرو شپږ میاشتو کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او څرګندوي، چې طالبانو ډېرو ملکي وګړیو ته ځاني زیانونه اړولي دي.

د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې؛ مونږ د یوناما شپږ میاشتنی راپور لیدلی او ټینګار کوو، چې زمونږ موندنې ښیې، چې طالبان نه یوازې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي مسوولیت لري، بلکې نیغ په نیغه یې د نورو ډلو لپاره تروریستي چاپېریال هم رامنځته کړی دی.

د ملي امنیت شورا څرګنده کړې؛ د ملګرو ملتونو اندېښنو ته په پام دا شورا ژمنه کوي، چې له یوناما سره د سمو موندنو د تر لاسه کولو لپاره به کار وکړي، چې د جګړې د ډګر ځاني زیانونه سشپړ را څرګند کړي.

د ملي امنیت شورا د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو پر بریدونو او د ملکي خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې راټیټیولو هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوې ده.

دغې شورا په ډاګه کړې، چې نه یوازې ملکي وګړي له روان تاوتریخوالي ساتي او له کرونا ویروس سره مبارزه کوي، بلکې د سولې په هڅو کې ډاډمن ګامونه اخلي او له طالبانو څخه د اوربند او خپلمنځي خبرو  خبرو د پیل تمه هم لري.

د ملي امنیت شورا په وینا؛ حکومت د څو میاشتو لپاره دفاعي دریځ ساتلی و، خو طالبانو د خلکو او بېخبناوو د نړولو پروړاندې خپل تاوتریخوالی روان ساتلی دی؛ خو هم هڅه کړې، چې د مشرانو د سپارښتنې له مخې د ورانیو او تاوتریخوالي کچه تیته وساتي.

دغه اعلامیه د یوناما د راپور له خپریدو څو ساعته وروسته خپره شوه، چې په کې ویل شوي د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۱۲۰۰ څخه ډېر ملکیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

یوناما او ناتو ویلي، چې د حکومت وسلوال مخالفان د ډېرو ملکي تلفاتو مسوول دي؛ تاوتریخوالی دی راکم  او خپلمنځی خبرو ته دې راستانه شي.

طالبانو د یوناما راپور رد کړی او وایي، چې د ملي امنیت له ناسمو راپورونو له مخې وړاندې شوی دی.

Trending

Exit mobile version