تازه خبرونه
طالبانو ۲۸ پولیس له تسلیمیدو وروسته وژلي – سیمه ییز چارواکي
وسلوالو طالبانو په روزګان ولایت کې له تسلیمیدو وروسته ۲۸ ملي او سیمه ییز پولیس وژلي دي.
د روزګان والي ویاند زړګي عبادي ویلي: له هغې وروسته، چې په ګیزاب ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت خراب شو؛ نو یو شمېر سرتېري له پوستو شاتګ ته اړ شول او ځینې نورې پوستې د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلې.
هغه زیاته کړې، چې وسلوالو طالبانو په یو شمېر پوستو کې ځواکونو ته له تسلیمیدو وروسته د دوی د خوشې کولو ژمنه شوې وه؛ خو ۲۸ ملي او سیمه ییز پولیس له تسلیمیدو وروسته د طالبانو لخوا ووژل شول.
سیمه ییز چارواکي وايي، چې د سرتېرو مړي پرون مازدیګر د ګیزاب ولسوالۍ مرکز ته راوړل شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې اوسمهال د ولسوالۍ امنیتي حالات د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.
طالبانو د روزګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو دغه تورونه رد کړي او څرګندوي، چې دغو پولیسو په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.