تازه خبرونه

طالبان افغان حکومت ته د خپلو ۶۰۰ بندیانو بدیل نوملړ نه ورکوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۳۹۹)

طالبانو ته نږې سرچینو ویلي؛ طالبانو له حکومت څخه د شپږ سوه زندانیانو د نه خوشې کیدو په اړه د روښانه دلایلو غوښتنه کړې او وړاندیز یې کړی، چې د ستونزې د اوارۍ لپاره دې درېیمګړی پلاوی وټاکل شي.

 افغان حکومت ويلي؛ د طالبانو د پېنځه زره زندانیانو په نوملړ کې ۶۰۰ هغه کسان دي، چې له قانوني پلوه یې دوی نشي خوشې کولی او په اړه یې حق العبدي موضوعات موجود دي. حکومت له طالبانو څخه د دغو بندیانو د بدیل نوملړ د ورسپارلو غوښتنه کړې، چې له زندان څخه د خوشې شویو طالبانو شمېر پېنځه زره ته ورسیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه د پاتې شپږ سوه طالب زندانیانو له خوشې کیدو سره موافق ندي.

دې وزارت تېره ورځ د دغو ۶۰۰ بندیانو پر ځای د یو بل بدیل نوملړ د جوړولو غوښتنه کړې وه او د پاتې دغو کسانو پر نه خوشې کولو یې ټینګار کړی و.

پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا ویلي؛ طالبان له حکومت څخه د ۶۰۰ زندانیانو د نه خوشې کولو روښانه دلیلونه تر لاسه کړي او نه غواړي، چې بدیل نوملړ حکومت ته وسپاري.

اسلام آباد هم د ۶۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول یوه لانجمنه موضوع ګڼي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله ویلي، چې
د هوکړې له مخې تر اوسه څلور زره یو سلو نهه نوي طالبان خوشې شوي دي. اوس د ۵۰۰۰ بندیانو د پوره کولو لپاره په کار ده، چې یو شمېر نور زندانیان خوشې او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار اواره شي.

په پاتې اته سوه طالب زندانیانو کې شپږ سوه زندانیان لانمجن دي.

سیاسي شنونکی شهزاده مسعود وايي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو ځنډولو ته پلمې جوړول به د سولې فرصتونه کړکیچن کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا له دغو ښکېلو لوریو د تاوتریخوالي کمیدل، د بندیانو خوشې کول او د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلول غوښتي دي.

Trending

Exit mobile version