تازه خبرونه
طالبان اوس هم له القاعده سره اړیکې لري – ملګري ملتونه
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده په افغانستان کې په پټه د طالبانو په ملاتړ پوځي عملیات کوي او طالبانو د روان زیږدیز کال په لومړیو کې د القاعده له مشرانو سره د اړیکو د پوره پراختیا په موخه ناستې تر سره کړي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې په ډاګه کړې، چې القاعده او طالبان اوس هم نږدې او ژورې اړیکې پالي او له امریکا سره د سولې هوکړې پرې اغېز ندی کړی.
د دغه بنسټ د راپور په یوه برخه کې څرګنده شوې؛ القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعاله ده او شمېر یې له۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې رسیږي.
ملګرو ملتونو همدا راز ټینګار کړی، چې د القاعده مشرانو په تېرو ۱۲ میاشتو کې له طالبانو سره له ۶ ډېرې ناستې درلودې او د ملا عمر سلاکار ګل آغا اسحاق زي د القاعده مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې طالبان په هیڅ ډول له القاعده سره خپلې ژورې او ارزښتناکه اړیکې نه پرې کوي. که د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک اجباري کړو، طالبان به هم دوه ټوټې شي؛ یوه به هغه ډله وي، چې د القاعده پلوي کوي او بله به یې پر ضد وي.
دغه راز په ډاګه شوې، چې الظواهري د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د حقاني شبکې له غړیو سره لیدلي او له امریکا سره یې د سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو استازي ویلي؛ د سولې رامنځته کولو د هوکړې له مخې امریکا د طالبانو د ژمنو له اجرایي کیدو څارنه کوي او د دې هوکړه لیک له مخې، طالبان به په هیڅ صورت د ترهګرو ډلو کوربتوب ونکړي او له القاعده ډلې سره اړیکې هم پرې کوي.
په افغانستان کې د سولې د ټینګولو امریکایي استازي زلمی خلیلزاد څرګنده کړې؛ امریکا پر طالبانو پوره څارنه لري او د سولې د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې؛ طالبانو ژمنه کړې، چې له القاعده سره به خپلې اړیکې پرې کوي.
پخوانی طالب سید اکبر آغا وایي؛ ملګري ملتونه غواړي خپله ناکامي پدې خبرو پټه کړي، چې طالبان او القاعده پټې اړیکې لري.
هغه زیاتوي: زما په اند دوی د دغو اړیکو په اړه سند نلري او نه یې ثابتولی شي.
په دې راپور کې دا هم په ډاګه شوي، چې طالبانو له القاعده سره مشورې کړي او دوی ته یې ډاډ ورکړی، چې اړیکې به یې ور سره روانې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم تل د طالبانو، داعش او نورو وسلوالو ډلو ان له القاعده سره پر اړیکو څرګندونې کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې اړیکې له نورو ډلو سره پرې کړي.