تازه خبرونه
طالبان باید د ملا محمد عمر له وژلو عبرت واخلي-سیاف
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
عبدرب رسول سیاف د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر د پاکستان اجیر، غلام او د طالبانو ډله کې تر ټولو ناپوه کس وباله.
ښاغلی سیاف د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر یاغي بولي؛ ځکه د هغه په باور ملا عمر د پردیو اجیر او غلام و.
پخوانی جهادي مشر عبد رب رسول سیاف وایي، د ملا عمر مړینه په افغانستان کې د جگړې ښکېلو ډلو او طالبانو ته پند دی؛ ځکه د هغه په باور د هغو کسانو مزد، چې پردیو ته کار کوي، همدا دی.
نوموړی د ملي یووالي د حکومت په مشرانو هم نیوکه کوي؛ ځکه د هغه په وینا، هغوي د واک پر وېش اخته دي او د ملت فکر نه کوي.
سیاف د کابل ښار وروستی برید په کلکه غندي او دا د ترهگرو کار گڼي.
ښاغلی سیاف د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور جنایت کار بولي او د هغو کسانو په کړنې خفگان ښیی، چې ملا عمر ته یې د فاتحې مراسم تر سره کړل.