تازه خبرونه
طالبان به د یو پراخ ستراتیژیک مرکز په رامنځته کولو کې بریالي نشي
د ناتو په مشرۍ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چارلز کلیفلند وايي،چې طالبان نهشي کولی په افغانستان کې یوه سیمه ونیسي او له هغې څخه د خپل ستراتیژیک مرکز په توګه کار واخلي.
جنرال چارلز کلیفلند،چې پرون د ویدیو کنفرانس له لارې له کابله په بروکسل کې خبریالانو ته څرګندونې کولې هغو اندېښنو ته یې اشاره وکړه،چې ګنې طالبان غواړي په هلمند یا پکتیا کې یوه لویه ساحه ونیسي او د خپل مرکز په توګه کار ترې واخلي.
په دې وروستیو کې د چارواکو او څارونکیو په حواله په راپورونو کې وویل شول،چې ګنې طالبان د پاکستان د استخباراتو په مرسته غواړي د کوټې شورا هلمند ته او د حقاني شبکې مرکز پکتیا ولایت ته انتقال کړي.
جنرال کلیفلنددا هم په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو طالبان د خپلو اهدافو ترلاسه کولو ته پرې نهښودل.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې د زمردو کان کېندونکیو ته له ۵۶۰ ډېر جوازونه وېشل شوي
د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته په دې ولایت کې د کانونو غیر قانوني استخراج او قاچاق پای ته رسېدلی او د زمردو د قانوني او اصولي کان کېندنې لپاره مو تر اوسه له ۵۶۰ څخه ډېر جوازونه وېشلي دي.
د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې زیاته کړې، چې له دې کار سره څه باندې لس زره پنجشېریانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد قاسم امیري د پنجشېر د یاقوتو د ټولو کانونو د سروې او استخراج د جوازونو د وېش لپاره دې ولایت ته له دې وزارت څخه د سروې او تخنیکي ډلې د لېږلو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشېر خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو او په دغه ولایت کې د یاقوت او زمرد د استخراج د جوازونو پر ورکولو ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې پر معنا داره ګډون ټینګار لري – متقي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د دوحې په درېیمه ناسته کې د معنا داره ګډون غوښتونکی دی.
امیرخان متقي دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسون سره په کتنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ امیر خان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاست او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې رزماري این ډي کارلو سره د ترسره شویو ګټورو خبرو په رڼا کې ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون د ارزونې په حال کې دی، چې له پایلو وروسته به په دې اړه وروستی دریځ اعلان شي.
هغه ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې په درېیمه ناسته کې د معناداره ګډون غوښتونکي دي، چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.
متقي ويلي، چې افغانستان له ۴۵ کلنې جګړې او بربادۍ وروسته اوس په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مثبتې لاسته راوړنې لري.
ټوماس نیکلاسون د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهمیت ټینګار کړی او څرګندوي، چې په دې غونډه کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي.
نوموړي له متقي سره د لیدنې په اړه خپل نظرونه هم شریک کړل.
ټاکل شوې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د جون پر دېرشمه جوړه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د کنفرانس په تېر پړاو کې پخپلو غوښتنو د ټینګار له کبله له ګډون ډډه کړې وه.
تازه خبرونه
تحول: په افغانستان کې له ترهګریزو ډلو د روسیې اندېښنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ4 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
نړۍ3 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
-
تازه خبرونه3 days ago
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
-
لوبی3 days ago
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
-
تازه خبرونه3 days ago
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
-
تازه خبرونه3 days ago
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې