تازه خبرونه

طالبان به رانه په ژوندوني د لنډ مهالي حکومت مخ هم ونه ویني – اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: کب ۲, ۱۳۹۹)

ولسمشر اشرف غني نن شنبه ( د کب  ۲) له یو شمېرامنیتي ځواکونو سره په ټیلیفوني خبرو کې په ډاګه کړې؛ تر هغې، چې ژوندی وي طالبان به ترې د لنډ مهالي حکومت مخ ونه ویني.

نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د طالبانو له ګواښونو به لکه وله ونه لړزیږي او پر وړاندې یې هراړخیز چمتووالی لري.

هغه وایي: تر هغې چې، ژوندی یم؛ هغو به رانه د لنډمهالي حکومت مخ ونګوري. زه له هغو ولو نه یم، چې دې بادونو ته ټیټ شم.

دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د یوې امنیتي خبري ناستې پر مهال په پاکستان کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د لنډمهالي حکومت د وړاندیز په غبرګون کې ویلي، چې دغسې اداره د افغانستان لپاره ګټوره نده او دې ته له ورته څرګندونو دې ډډه وشي.

د ملي امنیت شورا سلاکار مشر حمدالله محب زیاته کړې؛ د طالبانو مشران سولې ته لیواله ندي او نه غواړي په دوحه کې له خوښیو ډکه ژوند له لاسه ورکړي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل بیا ویلي؛ له افغان ځواکونو د ناټو د دفاع وزیرانو ملاتړ وښوده، چې طالبان سولې ته حاضر ندي او په دې اړه یې خپلې ژمنې هم پوره کړې ندي.

هغه زیاته کړې، چې افغان ځواکونه سولې او جګړې ته چمتو دي.

د ملي امنیت لوی مشراحمد ضیا سراج څرګنده کړې؛ شل ترهګرې ډلې په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې هڅې لري، چې دې مسئلې د افغانستان جګړه هم پېچلې کړې ده.

دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته تلی او له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي. ټاکل شوې روسیه د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان په اړه یوه ناسته هم تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version