1393ټاكنې

طالبان به ونه شي كړاى، چې د ټاكنو دوه يم پړاو گډوډ كړي- جنرال امان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواكونه د طالبانو گواښونه جدي نه بولي.
د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون رييس تورن جنرال افضل امان زياتوي، چې د دوه يم پړاو ټاكنو امنيت به په ښه توگه تامين كړي او طالبان به ونه شي كړاى، چې د ټاكنو دا بهير گډوډ كړي.
افغان ځواكونو د وري د ۱۶ ټاكنو لومړي پړاو ته پراخ امنيتي تدابير نيولي ول او طالبانو ونه شو كړاى، چې دا بهير گډوډ كړي.
وسلوالو طالبانو د وري د ۱۶ د ټاكنو پرمهال نږدې دوه سوه بريدونه وكړل او نږدې شل ملكيان او پوځيان يي ووژل.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، ۲۶۲ وسلوال طالبان يي د تاكنو په ورځ نيولي او زيات پلان شوي بريدونه يي هم شنډ كړي دي.
ناامني د دوه يم پړاو تاكنو په وړاندې د افغانانو د سترې اندېښنې په توگه مطرح ده، خو افغان ځواكونه وايي، چې د ټاكنو امنيت ته چمتووالى لري او وسلوال مخالفين به ونه شي كړاى، چې دا بهير له ننگونو سره مخامخ كړي.

Trending

Exit mobile version