سیمه ییز خبرونه

سپینه مانۍ وایي، طالبان ترهګر نه دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سپینې ماڼۍ ویاند که څه هم طالبان یوه ډیره خطرناکه ډله بولي؛ خو زیاتوي چې طالبان یوه ترهګره ډله نه ده؛ بلکې یوه وسلواله یاغي ډله ده، خو د نوموړي په وینا داعش او القاعده یوه ترهګره ډله ده.

د سپینې ماڼۍ په وینا، له طالبانو او القاعده سره مبارزه کې د واشنګټن تګلاره متفاوته ده.

سپینې ماڼي د چهارشنبې د ورځي په خبري غونډه کې ویلي، د اردن او داعش او د امریکا او طالبانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې قضیې توپیر کوي.

امریکا د یوه بندي سرتیري باو برګډال په بدل کې د تېر کال د مې په میاشت کې له ګوانتانامو پنځه جګپوړي طالب مشران خوشې کړل.

اریک شولتز- د سپینې ماڼۍ ویاند:

 

د بندیانو تبادله یوه متداوله طریقه ده چې د جګړو په پای کې را منځته کیږي. زمونږ سیاست دا نه دی چې باج ورنکړو. مونږ ترهګرو سازمانونو ته امتیاز نه ورکوو. طالبان یوه یاغي وسلواله ډله ده، خو داعش یو ترهګر سازمان دی. مونږ ترهګرو ډلو ته امتیاز نه ورکوو.

یوه ورځ وروسته له دې د سپینې ماڼۍ ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان یوه ترهګره ډله نه ده، نو ولې د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرو په نوملړ کې شامله ده، وویل؛ طالبان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د ترهګرو په څېر بریدونو نه کار اخلي.

جوش ایرنست – د سپینې ماڼۍ ویاند:

 

په دوو دلیلونو سره هغوي د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرو په نوملړ کې شامل شوي دي: طالبان له هغو تکتیکونو استفاده کوي چې له ترهګرو سره یو شان دي، هغوي ترهګرې حملې د خپلو کارونو د پر مخ بیولو لپاره تر سره کوي. دغه لیست کې د هغوي شاملول امریکا ته اجازه ورکوي چې د دغه سازمان د مشرتابه په وړاندې ځینې مالي بندیزونه ولګول شي؛ خو هغوي په متفاوت ډول ویشل شوي. هغوي له القاعده سره په توپیر کې دي، القاعده خپلو ارمانونو ته د رسېدو لپاره په ټوله نړۍ کې تاوتریخجن اقدامات تر سره کوي او د امریکا د ګټو په ضد فعالیت لري؛ خو شک نشته چې طالبان او القاعده دواړه خطرناک دي، او زمونږ د پاملرنې وړ دي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، طالبان  یواځې د افغانستان دننه له ترهګریزو تکتیکونو استفاده کوي؛ خو القاعده په ټوله نړۍ کې دغه کار کوي.

طالبان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې نشته؛ خو دغه ډله د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې ده چې له مخې یې پانګه کنګل کیږي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version