تازه خبرونه

طالبان خپل منتقدین وژني – د بشري حقونو د څار ډله

Published

on

د بشري حقونو څار ډله څرګندوي؛ سره له دې، چې طالب جنګیالي له خلکو سره د ښه چلند ادعا کوي؛ خو بیا هم خپل منتقدین وژني.

د بشري حقونو څار بنسټ په ډاګه کړې؛ طالبانو په کندهار کې د حکومت یو شمېر شکمن غړي، امنیتي ځواکونه او په ځینو مواردو کې د کورنیو غړي وژلي دي.

د څار بنسټ وايي؛ طالبانو په دې وروستیو کې نظرمحمد، چې ځوان خاشه هم یاد شوی؛ په ټولنیزو رسنیو کې د سندرو او ټوکېو له کبله اعدام کړی دی. د معلوماتو له مخې، ځوان خاشه له سیمه ییزو پولیسو سره هم همکار و.

د بشري حقونو څار ادارې زیاته کړې، چې د جولای پر ۲۲ طالبانو په کندهار کې ځوان خاشه له کوره وتښتاوه او وروسته یې بیا وواژه.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه شریکه شوې ویډیو ښیي، چې طالب جنګیاليو ځوان خاشه تښتولی او پر څپېړویې وهي.

په دې ویډیو کې یو شمېر طالب جنګیالي وايي، چې ځوان خاشه اعدام کړئ.

د بشري حقونو د څار بنسټ د آسیایي برخې مرستیاله پاریشیا ګراسمن ویللي؛ طالب جنګیالو ځوان خاشه؛ ځکه اعدام کړ، چې د طالبانو پر مشرانو یې ملنډې وهلې.

ګروسمن زیاته کړې: د هغه وژنه او نورې وروستۍ حقوقي سرغړونې ښیي، چې طالب قومندانان غواړي د سختو نیوکو او اعتراضونو مخه ونیسي.

د بشري حقونو د څار ډلې د کندهار د اوسېدونکیو د څرګندونو له مخې ویلي، چې طالبانو په لسګونه دولتي پولیس نیولي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې د جولای پر ۱۶ طالبانو په ډنډ ولسوالۍ کې دوه سړي پدې بهانه ونیول، چې ورور یې د ملي امنیت ۰۳ قطعې کارمند دی.

د دوی د کورنۍ غړي وايي، چې دا دوه کسان اوس هم ورک دي.

د یاد راپور له مخې؛ د جولای پر ۱۵ طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیسو یو پخوانی افسر تښتولی او اوس یې هم ځای معلوم نه دی.

د پخواني پولیس سرتېري کاکا ویلي، چې طالبانو دوی ته یو لیک استولی و، چې ویلي یې ول؛ هیڅوک نشي کولی د پخواني حکومت چارواکو او د هغوی بهرنیو همکارانو ته زیان ورسوي، چې د طالبانو پلاوی مجرم ثابت نشي.

دغه څارونکي بنسټ زیاته کړې، چې نړیوالو قوانینو د بیاباني اعدامونو، ورکېدو او نورو بندیانو سره ناوړه چلند جرم ګنلی.

د بشري حقونو د څار ډلې څرګنده کړې، چې له امنیتي لایلو پرته د ملکي وګړیو نیول اړین ندي.

په دې څرګندونو کې راغلي، چې غچ اخیستل هم منع دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د ټولو ښکېلو اړخونو په ځانګړې توګه د طالبانو لخوا د جنګي جرمونو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو تورونه هم څېړي.

د څار اداره وايي؛ هغه کسان، چې د طالبانو قومندانان دي او د خپل کنټرول لاندې ځواکونو له ناوړه ګټه اخیستنې هم خبر وي او اقدام یې ندی کړی؛ باید حساب ورسره وشي.

ګراسمن ویلي: د سیمو لاندې کوونکي طالبان سپین چکونه نلري، چې خپل انتقاد کونکي په وحشیانه ډول په نښه کړي.

هغې زیاته کړې، د طالبانو مشرتابه دا سرغړونې ردوي؛ خو دا د دوی جنګیالي دي، چې د وژنو د درولو مسوولیت لري.

Trending

Exit mobile version