تازه خبرونه

طالبان دې بهرنیانو ته د کارکولو پر ځای د حکومت ملګرتیا وکړي – اشرف غني

Published

on

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خوست ولایت کې یوې ولسي ناستې ته د خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې طالبان د بهرنيانو د ګټو لپاره جګړه کوي.

ولسمشر غني نن شنبه د چنګاښ پر ۱۹ د یو لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ خوست ولایت ته ولاړ او لومړی یې د خوست هوایي ډګر پرانیسته وکړه او بيا یې له متحده عربي اماراتو څخه په یوه الوتکه کې رارسېدلیو خوستیانو ته هم ښه راغلاست ووایه.

وروسته بیا ولسمشر اشرف غني په خوست کې له مشرانو، متنفذینو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازیو سره په یوه ولسي غونډه کې خلکو ته د بېخبنایي پروژو د پلې کولو د ژمنې تر څنګ وویل: له طالبانو پوښتم؛ چاته جګړه کوئ؟ د افغانستان لپاره جنګیږئ او که غواړئ دا هېواد د نورو غلام کړئ؟ که له افغانستان سره مینه لرئ؛ ومنئ، چې د ډیورنډ کرښه مو نده منلې، ډاډ راکړئ، چې افغانستان له څلور لاري، یوې لارې ته نه بدلوئ، ژمنه وکړئ، چې د نورو غلامي نکوئ!  

ولسمشر اشرف غني د خوست ولایت مشرانو ته یو ځل بیا پر طالبانو د نیوکې پر مهال څرګنده کړې، چې که طالبان شریعت پېژني؛ باید سوله وکړي.

نوموړی له طالبانو پوښتي؛ د الله پاک شریعت منئ؟ راشئ کېنئ. هغوی وایي، چې نه! له امریکا سره هوکړه.  آیا له امریکا سره هوکړه له اسلامي شریعته هم پورته ده؟ امریکایي؛ خو ولاړ له چا هوکړه غواړئ؟ فکر کوئ، چې بندیان مو له مونږ پرته بل څوک خلاصولی شي! د دې جګړې ملامتي د طالبانو پر غاړه ده.

ولسمشر غني د افغانستان جګړه د دوزخ له دروازو سره تشبیه کړه او زیاته یې کړه، چې د ورځې د ۲۰۰ او ۶۰۰ تنو ترمنځ د بیګناه وګړیو وژل کېدل او دارنګه د بېخبناوو له منځه وړل هېچا ته ګټه نه رسوي.

هغه ویلي: ځینې شک کوي، چې دوی له کوم ځایه راځي؟ څوک په دې شک کې دې، چې ځایونه یې چرته دي؟ مونږ له ټولو سره سوله غواړو؛ د دوزخ په دروازو کې یئ یا نه؟ که د ورځې ۲۰۰ او ۴۰۰ کسان او یا ۶۰۰ کسان وژل کیږي ګټه یې چاته ده، که ودانۍ سوځي او بېخبناوې ړنګیږي ګټه یې چاته رسیږي؟

ولسمشر غني دلته د خوست له خلکو سره ژمنه وکړه، چې بېخبنايي پروژې به ورته عملي کړي او ټینګار يې وکړ، چې د افغانستان خلک باید متحد شي له دې پرته به شپږ نسله الله پاک ته ځواب ویوونکي وي.

Trending

Exit mobile version