تازه خبرونه

طالبان دې تاوتریخوالی بند او سیاسي هوکړې ته غاړه کېدي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۳, ۱۴۰۰)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې اعلان کړی، چې واشنګټن کابل ملاتړ ته ژمن دی او د تاوتریخوالي دوام، چې طالبان په کې ملکي وګړیو ته زیان رسوي؛ د منلو ندی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې امریکا د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګا کړی او ویلي یې دي، چې د سولې خبرې باید ګړندی شي او د سیاسي حل لارې روغه رامنځته شي او دا د شخړې د حل یوازنۍ لار ده.

د ولسشمر د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل وایي: ولسمشر اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړي. امریکا له امنیتي ځواکونو تلپاتې ملاتړ څرګند کړې دی. په دې لیدنه کې د سولې پر چټک بهیر، د سیمې او ګاونډ هېوادونو پر سوله ییزو هڅو او د طالبانو لخوا مخ پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي بحث او خبرې شوې دي.         

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ترمنځ ټیلیفوني خبرې د دوحې پر ځنډیدلیو خبرو راڅرخېدلي او د اړتیا له مخې یې پر چټکو خبرو پیلولو هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په په ډاګه کړې؛ همدارنګه بلینکن او غني د طالبانو روان بریدونه او د ملکي وګړیو بې ځایه کیدل غندلي دي.

پرایس خبریالانو ته څرګنده کړې؛ که طالبان له خبرو ډډه وکړي ځانته به پاتې شي او لویه اندېښنه مو داده ، چې دا هېواد به د کورنۍ جګړې ښکار شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کوي، چې که طالبان له تاوتریخوالي لاس وانخلي، او د زور له لارې واک ته ورسي، نو دا شونې نده، چې نړیوال به یې پر رسمیت وپېژني.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې په خبرو کې پرمختګ ندی شوی. که څه هم ټاکل شوې وه، چې د افغانستان جمهوریت پلوي پلاوي لوړپوړي غړي یو ځل بیا له طالبانو سره خبرو ته کیني؛ خو تر اوسه د خبرو بیا پیل لپاره نېټه نده ټاکل شوې.

Trending

Exit mobile version