تازه خبرونه

طالبان دې له اوسني حکومت سره د واک پر وېش هوکړه وکړي – حامد کرزی

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۷, ۱۴۰۰)

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي؛ په افغانستان کې د سولې غوره لار دا ده، چې طالبان له اوسني حکومت سره د واک پر وېش هوکړه وکړي.

د افغان سولې لپاره د سیمې او نړۍ د هڅو په درشل کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له یوه ترکي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان باید له اوسني حکومت سره د واک پر وېش هوکړه وکړي. حامد کرزی له طالبانو غوښتي، چې ولسمشر اشرف غني ته فرصت ورکړي، چې د قانون له مخې خپله پېنځه کلنه دوره بشپړه کړي.

حامد کرزي د ترکیې ټي آر ټي ټلویزیون ته څرګنده کړې؛ غوره دا ده، چې طالبان له اوسني حکومت سره د واک پر وېشلو هوکړه وکړي. ساده لاردا ده، چې طالبان په واک کې شریک شي او د نورو افغانانو په څير سوله ییز ژوند غوره کړي او ولسمشر غني د کاري دورې تر پایه د ولسمشر په توګه ومني.

کرزي ویلي، چې که طالبان دا وړاندیزونه ونه مني په بل هر ډول جوړجاړي کې به د چا خیر نه وي.

حامد کرزي ډاډ څرګند کړې،  چې ترکیه به ټول کارونه بشپړ کړي او د استانبول غونډې د بریا چانس به هم یقیني کړي.

پخواني ولسمشر کرزی په ډاګه کړې، چې له مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پاتې کیدل یا وتل باید مسوولانه وي.

امریکا ویلي، چې په ټاکل شوی وخت  کې د سرتېرو ستنول له لوژیستیکي او تخنکي پلوه ستونزمن دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي وایي: لکه څنګه، چې ولسمشر ویلي؛ د می پر لومړۍ له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل له تخنیکي او لوژیستیکي پلوه ستونزمن کار دي. هغه د امنیت شوری له سلاکار او ملګرو سره په خبرو بوخت دی، چې په دې اړه پرېکړه به ډېر وخت ونیسي.

نوموړې ویلي: مونږ غواړو د خبرو له لارې داسې هوکړه ووینو، چې جګړه پای ته ورسوي. مونږ او بهرنیو چارو وزارت له مذاکره کوونکیو سره دا موضوع کلکه نیولي ده. دوی هم هڅه کوي، چې ښکېلې خواوې پر فشار ډیپلوماټیک حل ته راولي.

د روسیې  بهرنیو چارو زیر سرګی لاورووف هند ته تللی او او له هندي چارواکو سره د افغانستان په سوله کې د هند پر ونډه غږیدلی دی.

په افغان سوله کې یې د هند ونډه مهمه بللې او څرګندوي، چې مسکو د افغانستان د سولې بهیر په اړه د نورو ناستو کوربتوب ته هم چمتو دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف وایي: مونږ د مسکو د غونډې چوکاټ د بهرنیو ښکېلو خواوو د کښېنولو لپاره مهم بولو. مونږ څو وارې دا لوري را غونډ کړل. اوس هم چمتو یو، چې د سلا مشورو لپاره دا غونډې روانې وساتو.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکرویلي؛ د افغانانو په ټولګډونه هڅه کې باید داسې سیاسي حل ته لار اوره شي، چې افغانستان پر حاکمیت لرونکي او ډیموکراټ هېواد بدل کړي.

ټاکل شوې، چې د وري پر ۲۷ او د اپریل پر شپاړسمه د ترکیې په استانبول کې د ملګرو ملتونو پر مدیریت د افغانانو د سولې ناسته ترسره شي او د افغانستان د روان کړکیچ حللاره را وباسي.

Trending

Exit mobile version