تازه خبرونه
طالبان دې ښاري امنیت ډاډمن او کاري فرصتونه رامنځته کړي – کابل ښاریان
کابل ښاریانو د طالبانو د واکمنۍ پر پېنځمه ورځ په ښار کې له نسبي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه؛ خو وايي، چې ښاریانو ته باید کاري فرصتونه بیرته برابر شي.
طالبان ښاریانو ته ډاډ ورکوي، چې په بشپړ ډاډ دې خپلې چارې روانې وساتي.
په کابل کې د طالبانو د حاکمیت د پېنځمې ورځې چارې کرار کرار د عادي کیدو پر خوا روانې دي. که څه هم د خپلواکۍ او محرم د مراسمو له کبله ښار تړل شوی؛ خو بیا هم خلک په نسبي ډول خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
خلک د ښار له امنیتي حالته خوښ دي او وايي، چې خلکو ته باید عامه خدمتونه له سره پیل شي.
عمر نومی، چې د ترافیکو پولیس دی وايي؛ د پخوا په شان په عادي توګه خپلې دندې ته ستون شوی او خپلې چارې ډاډمنې ترسره کوي.
د ښار په سوداګریزه سیمه باغ قاضي کې طالبانو د پلټنې پوستې جوړې کړي او موټر پلټي.
هلته د طالبانو یو قومندان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دوی امنیت خوندي کړي او هیڅ ډول اندېښنه دې نه کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې د دولتي کارکوونکيو په ګډون ټول خلک دې خپلو عادي کارونو ته ستانه شي.
