سیمه ییز خبرونه

طالبان د اسلام بدنامولو دنده تر سره كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې  د ولسمشر حامد كرزي له قوله  ويل شوي، چې طالبانو ته د هغوی د بهرنیو بادارانو لخوا د اسلام د تخریب او بدنامولو دنده  ورسپارل شوې ده.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر د غزني د اندړ ولسوالۍ په عبدالرحيم کلي کې د وسله والو له لوري پر مولوي نورالحق حمله په سختو ټکو كې غندلې ده.

د غزني والایت چارواکي وايي:

د سې شنبې په شپه (د وږي ۱۲ ) طالبانو په غزني کې د ۸۵ کلن دیني عالم مولوي نورالحق پر کور برید كړى دى.

خبر پاڼه په ډاگه كوي، چې  طالبان پر جوماتونو او د خلکو پر دیني مراسمو بریدونه او د افغانستان د دیني علماوو وژنه د نورو په اشاره تر سره كوي.

ولسمشر حامد كرزي د روانې اوونۍ په پيل كې په ډاگه كړې وه، چې طالبان به د خپلو دغو غیر اسلامي اعمالو د ترسره کولو په خاطر افغان مسلمان ولس ته ځواب ورکوونکي وي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو پر دغه دیني عالم د بريد په اړه څه نه دې ويلي.

ويل كيږي، چې مولوي نورالحق او دوه زامن يې په دې بريد كې ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په  تېرو وختونو کې وسله والو طالبانو يو شمېر هغه دیني علما وژلي، چې د دوی په وینا د حکومت پلويان ول.


Trending

Exit mobile version