تازه خبرونه

طالبان د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستو خپلولو په لټه کې دي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۴۰۰)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي د پنجشنبې پر ورځ په يوه مرکه کې ویلي؛ هېواد مو کلونه کلونه د بهرنیو ځواکونو تر نیواک لاندې له پاتې کېدو وروسته اوس د بیارغونې لپاره د نړیوالې مرستې غوښتنه کوي.

سهیل شاهین د چین ګلوبل ټلویزیوني شبکې (سي جي ټي ان) ته ویلي؛ افغانستان د بېلابېلو سکتورونو د بیارغونې لپاره نړیوالو مرستو ته اړ دی.

شاهین زیاته کړې: مونږ تازه د جګړې او ویجاړتیاوو  پېر ترشا پریښی او نوي پړاو ته وردننه شوي یو. په دې پړواو کې د افغانستان خلک د نورو هېوادونو مرستې ته اړتیا لري. دوی باید راشي او له مونږ سره په روغتیایي، بېخبنایي، روزنیزو او نورو بېلابېلو اړینو سکتورونو کې مرسته وکړي. دوی کولی شي زمونږ ملي او طبیعي سرچینې وپلټي.

نړیوال کولی شي زمونږ ملي او طبیعي سرچینې وپلټي. دا مو ټولو هېوادونو ته عمومي بلنه ده او هر هغه هېواد، چې زمونږ د تاریخ په دې حساس پېر کې له مونږ سره مرسته کوي؛ د درناوي وړ دي.

طالبانو د روان کال د اګست پر ۱۵ مه څرګنده کړه، چې په افغانستان کې نوره جګړه پای ته رسېدلې او دوی به ډېر ژر د افغانستان اسلامي امارت اعلام کړي او په هېواد کې به د افغانانو او بهرنیو ماموریتونو د خوندیتوب لپاره ډاډمنې هڅې ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version