سیمه ییز خبرونه
طالبان د افغان ځواكونو پروړاندې د جبهه يي جګړې توان نه لري
تر راتلونكو دوو مياشتو پورې به په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو جګړه ييز رول پاى ته ورسېږي. د ملي دفاع وزارت چارواكي وايي، په اوسني حال كې ملي اردو د ځمكنيو پوځي عملياتو د تنظيم او رهبرۍ توان لري.
په همدې اونۍ كې وسله والو طالبانو د افغان ځواكونو پرضد د جبهيي عملياتو د پېل خبر وركړى دى، هغه عمليات، چې د ملي دفاع وزارت په باورد ګاونډيو هېوادونو استخبارات هم په كې لاس لري.
له افغانستانه د نړيوالو ځواكونو د وتلو د نېټې او د امنيتي مسئوليتونو د لېږد بهير د بشپړېدو په رانيژدې كېدو سره د ملي دفاع وزارت وايي، تر راتلوونكو دوو مياشتو پورې به په افغانستان كې نړيوالو ځواكونو عملياتي رول پاى ته ورسېږي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي:
تر دوو مياشتو وروسته به د طالبانو پروړاندې د جنګي عملياتو رهبري ملي اردو ترسره كوي.
تراوسه افغان ځواكونه په جګړه ييزو عملياتو كې د ناټو هوايي او استخباراتي مرستې ته اړتيا لري، خو د ملي دفاع وزارت ویاند وايي، طالبان د افغان ځواكونو پروړاندې د جبهه يي جګړې توان نه لري.
دا څرګندونې په كنر، بدخشان، فارياب او نورستان كې د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو له پېل سره په يوه وخت كېږي.
خو د ملي دفاع وزارت وياند زیاتوي، چې طالبان په دې عملياتو كې د ګاونډيو هېوادونو پوځي ملاتړ هم له ځان سره لري.
