تازه خبرونه

طالبان د بهرنیو سرتېرو د وتلو ځنډېدل نه غواړي

Published

on

طالبانو له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو ځنډېدل په کلکه رد کړي او څرګندوي، چې جنګیالي به یې هیڅکله دا کړنه ونه مني.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د آلمان له ډي پي ای سرچینې سره په یوه مرکه کې ویلي: زموږ جنګيالي به هیڅکله هم د سرتېرو له ځنډولو سره هوکړه ونکړي.

هغه زیاته کړې: ناټو، امریکا او ټولې نورې خواوې دې پایلې ته رسیدلي، چې که غواړي اوسنی کړکیچ له منځه ویسي؛ نو یوازنی ښه حل له امریکا سره د سولې د لاسلیک شوي تړون پلي کیدل دي.

د نوموړي د ټینګار له مخې؛ که خدای مه کړه دغه تړون نقض شي، نو ډاډه یم، چې د افغانستان خلک به له ځانه دفاع وکړي … لکه څنګه یې، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دا کار کړی دی.

مجاهد په ډاګه کړې؛ که بهرني ځواکونه په افغانستان کې له می وروسته هم پاتې کېدل وغواړي، نو پر وړاندې به یې پرېکړه هم په همدې میاشت کې کیږي.

هغه وايي: که ډیپلوماټیکه لار وتړل شي؛ له جګړې پرته بله لار نشته.

همدارنګه امریکا او ناټو دواړو ویلي، چې په افغانستان کې د پاتې عسکرو د ایستلو په اړه کومه وروستۍ پرېکړه نده شوې.

د هغه تړون پر بنسټ، چې د تېر کال د فبرورۍ پر ۲۹ د امریکایي پلاوي او طالبانو تر منځ لاسلیک شوی؛ د پاتې عسکرو ایستلو نېټه د می لومړۍ ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ولسمشریزې لوړې څو ورځې وروسته څرګنده کړه، چې له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ د ادارې لاسلیک شوې هوکړه بیاکتنه غواړي.

د تړون د یوې برخې په توګه طالبان اړ شوي، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي.

دا دوه ژمنې سرته ندي رسیدلي او دا انګیرنې یې رامنځته کړي، چې سرتېري به د می پر لومړۍ نېټه نه ایستل کیږي او پاتې کېدل به یې وغزیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په دوحه کې له میاشتني ځنډ، تاوتریخوالي او د بهرنیو ځواکونو پر راتلونکي له نړیوال بحٍث او خبرو وروسته د افغانستان جمهوريت پلوي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې پیل شوې دي.

Trending

Exit mobile version