تازه خبرونه
طالبان د حکومت لخوا د ۲۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو اعلان یو ښه ګام بولي
طالبانو د حکومت لخوا د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام ګڼلې خو ټینګار یې کړې چې د ۵ زرو بندیانو خوشې کول اړین ټکې دې.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ټویټر له لارې د حکومت لخوا د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام ګڼلې خو ټینګار یې کړې چې افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د ۵ زرو بندیانو خوشې کول د دوحې په هوکړه منل شوې دي.
هغه لیکي: “د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شی څو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي.”
همداراز هغه زایته کړې چې طالبان “هم په خپله خوا کې د بندیانو خلاصون ته متعهد دی.”
دا په داسی حال کې ده چې تیره ورځ، د اختر له لمانځه وروسته، ولسمشر غني د طالبانو د درې ورځني اوربند اعلان په څواب کې وویل چې د ښه نیت له مخې به حکومت شاوخوا ۲۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي؛ هغه پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د امنیتي ځواکونو د بندیانو خوشې کولو پروسه پیل کړي.
له بلی خوا، متحده ایالاتو هم د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د دې اعلان ستاینه کړې ده.
ولسمشر په خپل ټویټر کې لیکلي چې هغه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو څخه په دې مناسبت تلیفون اړیکه ترلاسه کړې او وایي: “هغه د افغان حکومت څخه د ۲زرو طالب بندیانو د خوشې کولو دغه زړوره پرېکړه وستایله. هغه تاکید وکړ چې متحده ایالات به د اوږد مهاله اوربند / د تاوتریخوالي کمول او د مستقیمو خبرو اترو د پیل لپاره ټینګار وکړي.”
Last night I and Dr. Abdullah received a call from Sec Mike Pompeo. He thanked the Afghan government for initiating the brave process of releasing up to 2,000 Taliban prisoners. He asserted that the U.S. will push for a long-term ceasefire/RiV and start of direct negotiations.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) May 25, 2020
د یادونې وړ ده چې حکومت د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ افغانستان ته د سولې راوستلو د تړون له لاسلیک وروسته، ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړل. همدادراز، طالبانو هم شاوخوا ۲۰۰ حکومتي پرسونل چې له دغې ډلې سره اسیر ول، خوشې کړي دي.
خو له بده مرغه، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کچې له لوړېدو وروسته، حکومت اعلان وکړ چې دغه پروسه به ودروي. خو ښایي چې د امریکي استازي زلمي خلیلزاد تازه هڅې زرغونې شوي او دغه لړې بیا پیل کیږي.