تازه خبرونه
طالبان د سولې لپاره د ولسمشر اشرف غني ګوښه کېدل غواړي
طالبانو په ډاګه کړې: په افغانستان کې د واک انحصار نه غواړي؛ خو تر هغه وخته، چې په افغانستان کې ولسمشر اشرف غني د واک او ځواک لرونکی وي افغانستان به له سولې برخمن نشي.
په قطر کې د طالبانو د خبرو اترو د ډلې غړي سهيل شاهین اسوشیټیډ پریس سره په یوه مرکه کې ولسمشر اشرف غني تورن کړی، چې د سولې غوښتونکی ندی او د طالبانو تسلیمیدل غواړي.
شاهین زیاته کړې: هغوی یعنې حکومت پخلاینه نه غواړي؛ خو غواړي، چې تسلیم شو. دوی غواړي، چې تاسې راشئ او اوربند اعلان کړئ؛ خو مونږ به حکومت لکه څرنګه، چې دی روان ساتو. له همدې کبله دا یو رښتینی او عملي چلند ندی. اړینه ده، چې ټول افغانان نوی حکومت ولري یا پرې هوکړه وکړي او دا حکومت په کابل کې د اوسني حکومت ځایناستی شي او همدا حکومت به مونږ او نورو افغانانو ته د منلو وړ وي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني یو ځل بیا د افغانستان لپاره راتلونکې شپږ میاشتې برخلیک ټاکونکې بولي او ځواکونه ټینګار ته هڅوي.
اشرف غني په دې اړه وایي؛ نن مو هېواد او مور پر تاسو حق لري؛ آیا تاسې درېدو ته چمتو یاست؟
ولسمشر غني د جګړې د څارنې لپاره په خپله طرحه کې د راتلونکیو درې تر شپږ میاشتو پورې یوه موخه ټاکلی دی؛ هغه موخه، چې د هغه په باور که د طالبانو د بریدونو پر وړاندې ټینګار او مقاومت وشي، سولې ته به زمینه برابره شي.
اشرف غني زیاتوي: زه له تاسې څخه د ډېر وخت غوښتنه نکوم؛ له درې څخه تر شپږ میاشتو پورې ودریږئ، د جګړې لوری بدلیږي او هغه سوله، چې تاسې غواړئ هغه به رامنځته شي.
نوموړی وایي: مونږ د سولې لپاره کومه قرباني نه ده، چې ورکړې مونده. طالبان ویجاړتیا او منځه وړل غواړي، د ټاکنو وخت رارسېدلی، په دې وخت کې دا مهمه ده، چې ودریږو. زمونږ نن، راتلونکې درې یا شپږ میاشتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې ډېرې شوي او د دواړو خواوې ولسوالۍ نیسي او خوشې کوي.