تازه خبرونه
طالبان د سولې مرکچي پلاوي د وژنې هڅې تر سره کوي ـ امرالله صالح
د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي؛ د حکومت د مرکچې پلاوي پر غړې فوزیه کوفي وسلوال برید د طالبانو لخوا تر سره شوی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې که د طالبانو وس ورسيږي، د مرکچې پلاوي ټول غړي به پر ډزو ووژني او یا یې په ځانمرګي بریدونو کې له منځه وړي.
میرمن کوفي د جمعې پر ورځ له غرمې وروسته د کابل – پروان پر لویه لار د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ټپي شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې میرمن کوفي او د هغې خور هغه مهال تر وسلوال برید لاندې راغلي، چې په پروان کې له یوې غونډې څخه کابل ته راروان ول.
د هغه په وینا ، برید هغه مهال ترسره شو کله، چې دا دوه میرمنې له خپل موتر څخه راووتلې او غوښتل یې د سړک تر غاړې یو څه واخلي.
ښاغلي آرین زیاته کړې، چې ګولۍ د میرمن کوفي پر ښي لاس لګیدلې او اوسمهال یې روغتیایي حالت ښه دی.
یو شمېر سیاستوال په دې باور دي، چې طالبان او حکومت د باور فضا د رامنځته کولو لپاره بندیان خوشې کوي؛ خو اوس هم داسې ښکاري، چې تر منځ یې د بارو فضا ډېره تته ده.
د وحدت ملي ګوند رهبر محمد محقق ویلي؛ د سولې لپاره یو د افغانستان خلکو پرېکنده نیت دی او یوه هم تپل شوې بهرنۍ اراده ده، چې په بېړه به پلې شي؛ خو ستونزې او د سولې پیچلتیا به پاتې وي.
افغان حکومت وايي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلیدو لپاره یې ټول اړین ګامونه اوچت کړي دي.
د افغان دولت د مرکچې پلاوي غړی نادر نادري وایي، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره خبرو ته ښه نیت لري. طالبان دې هم چمتووالی وښیي، چې خبرې پیل شي.
طالبان بیا وايي، چې حکومت د خبرو د پیلولو لپاره بنسټیز کارونه ندي کړي او په بېلا بېلو پلمو د طالب زندانیانو د خوشې کیدو په مخ کې ستونزې او ځنډونه جوړوي.
د سولې انستیتیوت مشر خلیل ساپي ویلي؛ داعش بیا خپلې لیکې پیاوړې کړي، د سیمې استخبارات د سولې بهیر د ګډوډولو هڅې کوي او حکومت هم د خپلې څو ورخني پایښت لپاره بېلا بېلې پلمې کاروي او غواړي د بندیانو د خوشې کیدو بهیر وخنډوي، چې دې کار ناباورۍ رامنځته کړې دي.
له دې ټولو سره سره په پام کې وه، چې د اګست پر شپاړسمه په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي؛ خو داسې ښکاري، چې اوس هم اوږده لار په مخکې لرو او خبرې پیلیدونکې ندي.