تازه خبرونه

طالبان د سولې په بهیر کې د ګټې – وټې لپاره د تاوتریخوالي پر زیاتولو ټینګار کوي – صالح

Published

on

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي، چې که طالبان د سولې له بهیره لاس واخلي؛ دا به نړیوالې ټولنې او پخپله سولې ته یو سخت ګوزار وي، ځکه طالبان د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي پر زیاتولو ټینګار کوي.

له العربیه سره په تلویزیوني مرکه کې امرالله صالح ویلي، چې د جګړې زیاتول به د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د سولې بهیر پېچلې کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي؛ طالبان به د لاسته راوړنو لپاره له تاوتریخوالي کار واخلي او هڅه به وکړي، چې د عاید ډېرولو لپاره په لویو لارو کې د پلټنو پوستې جوړې کړي؛ خو له دې کړنو سره به د سوله بهیر پېچلی او غربیان په افغانستان کې د خپلو ګټو ساتلو ته وهڅوي.

که څه هم د امریکایي سرتېرو د وتلو پر ناوړه پایلو په واشنګتن او کابل کې په پراخه کچه نیوکې شوي. اوس داسې بریښي، چې د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح په افغانستان کې د ناتو ځواکونو شتون او وتل ډېر د ټینګار وړ نه بولي؛ ځکه هغه پدې باور دی، چې د نړۍ د قدرتونو او ترهګرو ډلو ګټو دوی په دې ېواد کې راټول کړي دي.

امرالله صالح زیاته کړې: مونږ غربیانو ته دلته د پاتې کیدو لپاره زارۍ او عذر نکوو. په دې کې د دوی ګټه ده، چې دلته دي؛ امریکا، اروپایي ټولنه او ناتو د دیپلوماتیکو، اقتصادي او سیاسي ګټو له پلوه نشي کولی، چې ووایي؛ دا د افغانستان د سولې بهیر دی ، ځکه دا د نړۍ د سولې بهیر دی.

که څه هم طالبانو ویلي وه، چې دوی به د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له خوشې کیدو سره تاوتریخوالی کم کړي؛ خو اوس، چې یوازې شپږ بندیان ترې په بند کې پاتې دي بیا هم د تاوتریخوالي کچه راټیټه شوې نده.

Trending

Exit mobile version