تازه خبرونه

طالبان د سولې په بهیر کې له وخت سره لوبې کوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۳۹۹)

افغان حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې طالبان له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو شېبې شماري او فکر کوي، چې د جګړې له لارې به د سولې په خبرو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي.

کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د سولې لپاره د طالبانو پر لیوالتیا او رښتینولۍ شک څرګندوي او له بې بي سره په خبرو کې یې ویلي، چې طالبان له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو ته په تمه دي او د سولې پر خبرو وخت ضایع کوي.

اندرابي وايي، چې طالبانو بریدونه او موخه ییزې وژنې؛ ځکه ډېرې کړي، چې د خپلو پاتې زندانیانو خوشې کولو ته لار اواره کړي او پر هېوادوالو د خپلې بڼې حکومتي مفکوره وتپي.

د ده په وینا، طالبان په افغانستان کې د تېرو شل کلونو لاسته راوړنو ته هم هیڅ ارزښت نه ورکوي.

کورنیو چارو وزیر سعود اندرابي وایي: طالبان د بهرنیو ځواکو نو وتلو ته پرتمه دي؛ دوی د مدنې مخکښانو او خبریالانو له تروره غواړي خپل ډېر بندیان راخوشې او د خپلې خوښې حکومتداري رامنځتده کړي.

طالبانو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د تازه څرګندونو په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی؛ خو له دې مخکې یې ویلي، چې دوی غواړي د افغانستان جګړه د خبرو له لارې حل او اسلامي حکومت رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version