پرمختګ او بشپړتیا

طالبان د موازي حکومت جوړولو په لټه کې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هوایي ځواکونو د تعلیمي مرکز مرستیال د هېواد د هوایي ځواکونو د نږدې دوه سوه افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې طالبان د موازي حکومت د جوړولو په لټه کې دي؛ خو بریالي به نشي.

 شاوخوا دوه سوو پوځیانو په تېریو کال کې لومړنۍ زدکړې کړي، چې بهرنیو هېوادونو ته د عملي زدکړو لپاره ولیږل شي.

 د هوایي ځواکونو د تعلیمي مرکز مرستیال اقبال علي وایي، طالبان موازي حکومت جوړول غواړي؛ خو افغان هوایي ځواک به یې پرینږدي.

 د هوایي ځواکونو بهرنی سلاکار جنرال هیتس ډاډ ورکوي، چې نړیواله ټولنه او د افغانستان متحد هېوادونه به د دغو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

 جنرال هیتس زیاتوي، مونږ د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د دوی په خوا کې ولاړ یو  او زمونږ مرستې به له دې ځواکونو سره کیږي.

 امنیتي ځواکونه په روان کال کې له سختو جګړو سره مخ دي او دوی اړتیا لري، چې پیاوړی هوایي ځواک ترې ملاتړ وکړي؛ ځکه دغه ځواکونه د وسلوالو د ځپلو لپاره اغېزمن عملیات کوي.

 

Trending

Exit mobile version