تازه خبرونه

طالبان د ټول پنجشېر د نیولو او احمد مسعود یې د ردولو ادعاوې کوي

Published

on

په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانو ښیي، چې طالبان د پنجشېر ولایت ودانۍ مخې ته ولاړ او خپل رپی یې پرې رپولی؛ احمد مسعود، چې له طالبانو سره د وسلوال مقاومت رهبري کوي، د پنجشیر نیول ردوي او وايي، چې اوس هم په ځينو سیمو کې جګړې روانې دي.

 احمد مسعود له خلکو غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې ملي پاڅون وکړي.

په پنجشېر ولایت کې تېره شپه د احمد مسعود د پلوي وسلوالو پر وړاندې د طالبانو بریدونو زورواخیست. طالب چارواکو ویلي: نن د وږي ۱۵ سهار مهال  ۷ بجې او ۲۰ دقیقې د پنجشیر پر مقام د امارت رپی ( بیرغ ) ورپول شو او په نورو سیمو کې چاڼیز عملیات روان دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې په ډاګه کړې، چې په هېواد کې د بشپړ امنیت پر لوري وروستیو هڅو هم پایله ورکړه او د پنجشېر ولایت پوره د اسلامي امارت تر کنترول لاندې راغی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په یاد ولایت کې یو شمېر نامسووله وسلوال وځپل شول او پاتې نور وتښتېدل.

نوموړي زیاته کړې؛ د پنجشیر له نیولو سره د دې ولایت مظلوم او باعزته ولس د وسلوالو له شره خلاص شو.

مجاهد دا ډاډ هم ورکړی، چې د پنجشېر له شریف ولس او خلکو سره به هيڅ ډول توپيري چلند نکیږي؛ ټول زمونږ وروڼه دي، د یوه  هېواد او یوه هدف لپاره به مشترک خدمت کوو.

د افغانستان ګاونډي هیواد ایران په پنجشیر د طالبانو برید غندلی دی او ویلي یې دي چې په پنجشیر د طالبانو په برید کې د ځينو هیوادونو د ښکیلتیا موضوع څيړي.

دغه راز د احمد مسعود په رهبرۍ وسلوال دا نه مني، چې ګڼې د پنجشېر ولایت په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته لویدلی دی.

د طالبانو پر وړاندې د وسلوال خوځښت مشر احمد مسعود په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې د یکشنبې پر شپه په نښتو کې د ده د کورنۍ د غړیو په ګډون څو کسان وژل شوي.

دی له خلکو غواړي، چې د طالبانو پر ضد ملي قیام وکړي او دوی یې ملاتړ کوي.

د پنجشیر جګړه پېچلې شوې ده. ان تر دې، چې ادعا کیږي پاکستان په دې جګړه کې ښکېل دی.

ایران هم د اړوند جګړې په اړه غبرګون ښودلی او څرګنده وي، چې د پنجشیر په جګړه کې د پاکستان ښکېلتیا باید و څېړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي: له پنجشېره، چې څه تر لاسه کیږي حیرانووونکي دي او مونږ بهرنۍ لاسوهنې تر څېړنو لاندې نیولي دي.

د یکشنبې په جګړه کې د احمد مسعود د وسلوال مقاومت ویاند فهیم دشتي او جنرال داود زره هم وژل شوي دي.

د حمد مسعود جبهه ادعا کوي، چې دا کسان د پاکستان په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

طالب ویاند ويلي، چې دا کسان د احمد مسعود د جبهې د خپلمنځي اختلافونو په لړ کې د رامنځته شوې وسلوالې شخړې په پایله کې وژل شول دي.

 د سیمې خلک وايي، چې طالبانو له څو ورځو راپدیخوا د پنجشېر لاره تړلې او هیڅ ډول خوراکي توکو ته اجازه نه ورکول کیږي او ټیلفوني اړیکې یې هم پرې شوي دي.

طالبان وايي، چې د پنجشېر له نیولو سره سم د والي په ګډون ټول اداري پرسونل د همدې ولایت خلک دي او ډېر ژربه دې ولایت ته لارې پرانیزی او هلته به ورځنۍ چارې عادي حالت ته راوګرزي. 

Trending

Exit mobile version