تازه خبرونه

طالبان د پاکستان له فشار پرته خبرو ته نه حاضرېږي- احمد رشید

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان مشهور ژورنالیست او شنونکی احمد رشید وايي: ترهغې، چې د پاکستان حکومت پر افغان طالبانو فشار رانه وړي، د افغانستان له حکومت سره خبرو ته د طالبانو د هڅولو هلې ځلې نتیجه نه ورکوي.

احمد رشید د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د پاکستان د نړیوالو چارو انستیتوت ته د پاکستان او افغانستان د ثبات له پاره پرله پسې هڅې په نوم کنفرانس ته په وینا کې وویل، که د ترغیب او ځپلو پالیسې نه وي؛ بریالي به نه شي .

ده په ډاګه کړه، چې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو له پاره دې په پاکستان کې پر میشتو طالب مشرانو مرستې بندې شي او له هغو یې وغوښتل، چې له پاکستان څخه ووځي.

احمد رشید زیاته کړې، چې اوس د سیمې هېوادونه لکه هند، ایران، روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه په افغانستان کې له بېلابېلو طالبانو ملاتړ کوي.

دهېواد یو شمېر سیاسي شنونکي  وایي، چې افغان حکومت باید له پاکستان پرته له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي او دننه په هېواد کې دې  د سولې په وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هلمند کې اوپراتیفي مسوول عبدالجبار قهرمان وایي؛ پاکستان، سخت دریځه وسلوال جګړې ته لمسوي.

طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې د سولې خبرې رد کړې. دوی ویلي؛ تر هغې، چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي، د طالبانو مشران له تورو لیستونو ایستل شوي نه وي او طالب بندیان خوشي شوي نه وي، د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي.

Trending

Exit mobile version