تازه خبرونه

طالبانو سل کسه کليوال له ځان سره وړي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ نښته شوې. د سیمه يیزو پولیسو یو قوماندان وايي وسله والو طالبانو له داعش سره د تړاو په تور سل کسان نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي.

ځايي استوګن وايي په نښته کې ډېر زیان دوی ته اوښتی. امنیتي مسولین نښته مني خو په دې اړه نورمعلومات نه ورکوي.

تېره اونۍ پچیراګام ولسوالي چې له چپرهار سره پر پوله پرته ده د داعش او طالبانو تر منځ د سختو جګړو شاهده وه. د څو ورځو په تېرېدو سره د جګړو لمن تر چپرهاره ورسېده.

نن له سهار راهیسې په ماڼو او ډاګو کې د داعش او طالب جنګیالیو تر منځ نښته روانه ده. د سیمې اوسېدونکي وايي په نښته کې تر لسو ډېر ملکي خلک مړه او ژوبل شوي.

په سیمه کې د سيمه ييزو پولیسو یو قوماندان جنت ګل وايي نښته سهار پر شپږو بجو پیل شوې او لا هم ډزې اوریېدل کېږي. هغه زياتوي وسله والو طالبانو د ماڼو او ډاګو کلي کلابند کړي او سل تنه يې له داعش سره د تړاو په تور نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.

ځايي خلک وايي جګړه د امنیتي ځواکونو د استوګنې له سیمې یو کلیومتر لرې ده. دوی وايي له سهار راهیسې سلګونه کورنۍ د جګړې له امله په کورونو کې بندې دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسين مشرقیوال وايي په نښته کې درې طالب جنګیالي وژل شوي او درې زخمیان دي. هغه وايي د داعش او ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي.

په چپرهار کې په داسې حال کې طالبان سل تنه له داعش سره د تړاو په تور نیسي چې ویل کېږي په شينوارو کې ۲۷۰ تنه چې ډېر یې ملي وګړي دي داعش له طالبانو سره د تړاو په پار غمل کړي.

په ننګرهار کې د داعش او طالبانو تر منځ د نښتو اصلي قربانیان ملکي وګړي دي، خو حکومت لاهم دا نه مني او هڅه کوي چې دا مسایل له رسنیو پټ وساتي.

خبريال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version