تازه خبرونه

طالبان له ترهګرو ډلو سره ژورې اړیکې لري – غني

Published

on

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې پر ورځ د چنګاښ ۳۰ د ځانګړیو عملیاتو له قول اردو څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې طالبان له تروریستي ډلو لکه القاعده، لشکر طیبه او جیش محمد سره ژورې اړیکې لري او غواړي افغانستان د ترهګرو پر پناه ځای بدل کړي.

اشرف غني ټینګار کړی؛ د افغانستان حکومت او خلک به هیڅکله اجازه ورنکړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

غني وایي: طالبان له القاعده، جیش محمد او لشکر طیبه سره ژورې اړیکې لري او دوی غواړي، چې افغانستان د ترهګرو پټنځی شي؛ خو افغان حکومت او خلک به هیڅکله اجازه ورنکړي.

نوموړي کومانډو ځواکونو ته ډاډ ورکړ، چې د طالبانو او نورو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې د دوی هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.

هغه وایي: زمونږ د هیلو سرچینه د افغانستان ساتنه، آزادي، برابرۍ او د تېرو شل کلونو د لاسته راوړنې خوندي کول دي؛ خو د دښمن بد دی او تاسې باید دښمن ته ثابته کړئ، چې دا خپل دا بد نیت به ګور ته یوسي.

هغه دا هم ویلي: همدا لامل دی، چې دښمنان سازش کوي او غواړي د جګړې له لارې غچ واخلي.

ولسمشر ټینګار کړی، چې له امنیتي ځواکونو به ناوړه ګټه وانخیستل شي او مخه به یې ونیول شي.

دی وایي: تاسې غوره یاست او تاسې د هېواد په ساتنه کې خپله بریا پهډاګه کړې ده.

غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: د افغانستان حکومت د سولې هوډ لري؛ دښمن باید پوه شي، چې مونږ به هیڅکله ورته خانونه ونه سپارو. تاسې د دې وړتیا لرئ، چې نړۍ او هر بل ځواک ته خپله وړتیا وښیئ.

Trending

Exit mobile version