سیمه ییز خبرونه
طالبان نور نه شي کولی په افغانستان کې واک ته ورسیږي- جنرال کمپبل
په افغانستان کې د میشتو ناتو او امریکایی ځواکونو لوی قومندان وایي؛ د کابل- واشنگتن تر منځ د امنیتي تړون لاسلیک طالبانو ته دا پیغام ورکوي، چې نور نه شي کولی په افغانستان کې واک ته ورسیږي.
نوموړي له آریانا نیوز سره په مرکه کې ټینگار کړی، چې افغان امنیتي ځواکونه د خلکو او نړیوالو په ملاتړ د طالبانو د ماتولو توان لري.
په افغان ځواکونو باور، چې اوس د ټول هېواد د څه باندې نوي سلني سیمې د امنیت تامین په غاړه لري، د هرې ورځې په تېرېدو ِي دغه وړتیا ډیریږي او دا ځواکونه د پیاوړتیا په حال کې دي.
په افغانستان کې د میشتو ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قومندان وایي، افغان ځواکونه د خلکو او نړیوالو له ملاتړ برخمن دي او د دښمن په وړاندې د ودریدو توان لري.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د کابل- واشنگتن تر منځ امنیتي تړون طالبانو ته څرگند پیغام ورکړ چې نور په افغانستان کې واک ته د رسیدو خیال له سره وباسي.
جنرال جان کمپبل په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قومندانټینگارکړی، چې:
درې سوه دوه پنځوس زره امنیتي ځواکونه او دوه دېرش زره سیمه ییز پولیس لوړه روحیه لري، چې له وسلوالو مخالفینو سره جگړه وکړي. افغان امنیتي ځواکونه کولی شي دښمن مات کړي. طالبان به ونه توانیږي، چې د افغانستان په اوضاع واکمن شي. د کابل- واشنگتن تر منځ د امنیتي تړون لاسلیک طالبانو ته یو څرګند پیغام دی، چې نه شي کولی بیا را ستانه شي او اوضاع په خپل کنترول کې ونیسي.
نوموړی ټینگار کوي، چې طالبان د افغان دولت په وړاندې په نه بریالي کیدو پوهیږي او باید د سولې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
جنرال جان کمپبل زیاتوي، داکتر اشرف غني احمدزي او داکتر عبدالله عبدالله طالبان سولې ته را بللي او باید دې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
دا امریکایي جنرال د اسلامي زدکړو په بنسټ طالبانو ته پیغام لري او وایِ:
ولې طالبان راځي او ځانمرگی عمل تر سره کوي؛ ښځې، ماشومان او سړي وژني. دا په قرآن شریف کې نه دي راغلي او د اسلامي شریعت خلاف عمل دی.
د کابل- واشنگتن تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون او د کابل او ناتو تر منځ د سند له لاسلیک وروسته زیاتې هیلې پیدا شوي، چې د هېواد امنیتي وضیعت به ښه شي.