تازه خبرونه

طالبان نور هم ظالم شوي او نه غواړي سوله وکړي – اشرف غني

Published

on

ولسمشر د حکومت د ډیجیټلي کولو پر لومړۍ ورځ د کابینې ناسته په برښنایي بڼه جوړه او په کې یې د وینا پر وخت ټینګار وکړ، چې افغانستان له یوه سراسري یرغل سره مخ او طالبان نور هم ظالم شوي او نه غواړي، چې سوله وکړي.

ولسمشر ټینګار کوي؛ په دې کې شک نشته، چې افغانستان له یوه سراسري یرغل سره مخ دی، او طالبان د تېرو ۲۴  کلونو پر پرتله په ځلونو خطرناک، ظالم او نامسلمان شوي دي.

ولسمشر غني وایي، چې طالبان د سولې او آبادي لپاره هیڅ اراده نلري.

نوموړي څرګنده کړې: په دې کې هیڅ شک نشته، چې افغانستان له سراسري یرغل سره مخ دی او دا برغل  ۳ برخې لري؛ یو- طالبانو په تېرو څلیریشت کلونو کې بدلون کړی او بدلون یې په دې کې دی، چې ډېر بد، ظالم او نا مسلمان شوي. هو! دوی بدلون کړی؛ خو مثبت بدلون یې ندی کړی، نه د سولې اراده لري، نه آبادي او پرمختګ غواړي. مونږ سوله؛ خو هغوی تسلیمي غواړي.  

ولسمشر په دې ناسته کې یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ، چې د هېواد امنیتي حالت به تر شپږ میاشتو بدلون وکړي او اوس د حالاتو د بدلون لپاره زمینه برابره شوې ده.

ولسمشر اشرف غني وایي: مونږ په ۶ میاشتو کې د جګړې روان حالت له بنسټیز بدلونه سره مخ کوو؛ اوس د دې زمینه برابره شوې و چې بدلون وکړي؛ خو د لومړیتوبونو له ټاکلو پرته ناشونې ده. مونږ په ټولو ځایونو کې همهاله رامنځته کېدی نشو؛ خو د لومړیتوبونو پر ټاکنه د ثبات زمینه برابرولی شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ویلي، چې د طالبانو جګړه د واک لپاره ده او دین د نامشروع جګړې لپاره د سرپوښ په توګه کاروي.

ولسمشر غني دا ټینګار هم کړی، چې د حکومت ډیجیټلي کېدل مخ په بشپړېدو دي او زیاتوي، چې باید وروسته له دې باید د معاشونو ورکړه، د متقاعدینو د  امتیازونو حقونه، د هویت ثبت، د عوایدو ټولول او نورې برخې په ډیجیټلي توګه تر سره شي، چې له دې سره به په ادارو کې د بیروکراسۍ مخنیوی هم وشي.

Trending

Exit mobile version