سوداگري
طالبان هره ورځ له ګمرکونو تر ۲۰۰ میلیون افغانۍ عواید راټولوي
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې جرګه ګۍ ویلي، چې له ۶۰ سلنې ډېر ګمرکونه د طالبانو په اداره کې دي او دا ډله هره ورځ تر دوه سوه میلیون افغانۍ عواید راټولوي.
د ولسي جرګې د دې بنسټ مشر ټینګار کړی، چې که حکومت د دې ګمرکونو د بېرته نیولو لپاره ګام وانخلي؛ د حکومت د عوایدو کچه به ډېره راټیټه شي.
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې جرګه ګۍ مشر میرافغان ساپي ویلي: څه نا څه ۶۵ سلنه ګمرکونه له طالبانو سره دي او هره ورځ ۲۰۰ میلیون افغانۍ تر لاسه کوي؛ دا ډېرې پیسې دي او حکومت یې باید د خپلولو هڅې تر سره کړي.
مالیې وزارت ویلي، چې د طالبانو لخوا د اووه ګمرکونو څارنه سبب شوې، چې اووه اعشاریه درې میلیارد افغانۍ څلور اعشاریه شپږ میلیارد افغانیو ته راټیټې شي.
د مالیې وزارت ویاند محمد رفیع تابع وایي: په خواشینۍ، چې مالیې وزارت د اسلام کلا، تورغندۍ،ابو نصر فراهي، سپین بولدک، آی خانم، ډنډپټان او شېرخان سرحدي ګمرکونو کې هڅې نلري، چې له شک پرته دغې ستونزې د حکومت پر عوایدو منفي اغېز کړی دی. مونږ یوازې په غبرګولي میاشت کې اووه اعشاریه درې میلیارد ډالرعواید راټول کړي وه، چې د چنګاښ په میاشت کې د دې عوایدو کچه څلور اعشاریه شپږ میلیارد افغانیو ته ورسېده.
د ولسي جرګې غړیو ټینګار کړی، چې د طالبانو لخوا د ګمرکونو اداره د منلو نده؛ ځکه، چې ملي عواید یې زیانمن کړي. د دغو عایداتي سرچینو د تر لاسه کولو هڅې باید ګړندۍ او بېرته ترې ونیول شي.