تازه خبرونه

طالبان وایي؛ د خبرو له پاره د اساسي قانون تعدیل شرط دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو له افغانستان سره د خبرو لپاره د اساسي قانون تعدیل د شرط په توګه مطرح کړی دی.

ځینې باخبره سرچینې د دغه مطلب په څرګندولو سره یادونه کوي چې داسې اسناد په لاس کې لري چې ښیي طالبان د ملي یووالي په حکومت کې د ځینو سکتوري وزارتونو غوښتنه هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي په حکومت کې ځینو معتبرو سرچینو ویلي، چې له طالبانو سره به د سولې خبرې له شرط پرته پیل شي.

د پوځي کارپوه جاوید کوهستانی په خبره د طالبانو بله غوښتنه یې دا ده چې د ملي امنیت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګډون ځینې مهمې حکومتي ادارې ورکړل شي.

مخکې له دې په ارګ کې یوې کره سرچینې آریانانیوز ته ویلي و، چې حکومت او طالبانو د سولې خبرو ته هیڅ ډول شرط نه دی ایښی.

مخکې له دې افغان حکومت ټینګار کړی و چې طالبان باید اساسي قانون ومني، خو طالبانو ټینګار کړی چې د اساسي قانون د تعدیل غوښتنه لري څو خپل افکار پلي کړي.

حکومت هم په دغو ورځو کې وایي چې د پاکستان پالیسي کې د پام وړ بدلون راغلی.

ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې پیل شي، کومې خبرې چې تر اوسه حکومت پرې څرګندې خبرې نه دي کړي، او یواځې یې خبرې بهر ته لیک شوي چې د دغه بهیر څرنګوالی له پوښتنو سره مخامخ دی.

Trending

Exit mobile version