تازه خبرونه

طالبان: پاکستان د سولې د خبرو له پاره ورسره اړیکه نه ده نیولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسله والو طالبانو ويلي چې د دول له ډلې سره تر اوسه پاکستان د سولې له پاره اړيکه نه ده نيولې. تر دې مخکې پاکستان ویلي وو چې د افغانستان ټولو وسله والو مخالفو ډلو ته یې د سولې د خبرو پیغام استولی دی.

کارپوهان وايي که پاکستان اوبه خړې نه کړي، وسله وال طالبان حاضر دي چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي. له بلې خوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دوی له هغو ډلو سره سوله نه کوي چې خلک وژني او اساسي قانون نه مني.

د افغانستان د سولې له پاره څلور ځله د څلور اړخیزو غونډو له ترسره کېدو وروسته اوس هیلې په غوړېدو دي چې ښايي د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې خبرې بریالۍ شي.

پاکستان چې په دې هڅو کې دا ځل تر پخوا ځان ډېر ښکېل بولي، وايي چې د افغان دولت ټولو وسله والو مخالفینو ته یې د سولې خبرو ته د تیاري پیغامونه استولي دي. له بلې خوا وسله والو طالبانو ویلي چې تر اوسه د سولې په هکله چا ورسره اړیکې نه دي نیولې.

افغان کارپوهان په دې بارو دي چې که پاکستان د سولې په خبرو کې خنډ ونه ګرځي، ښايي وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي.

د پوهنتون استادپوهنوال نصرالله ستانکزی وايي: “له طالبانو سره د خبرو موضوع څرګنده ده، دا د پاکستان مسولیت دی چې بايد ترسره يې کړي او د مارچ په مياشت کې به د سولې مېز په خبرو کې د طالبانو د ګډون شاهدان وو خو په دې شرط چې پاکستان خنډ جوړ نه کړي.”

د پوهنتون استادپوهاند ودیر صافی وايي: “د سولې په څلور اړخيزو خبرو اترو کې دوه ضمانت کوونکي هېوادونه چين او امريکا دي، نو په دې صورت کې پاکستان سرغړونه نه شي کولای. له همدې امله دا ځل هيله شته چې د سولې له پاره بنسټ کېښودل شي په دې سره به د سيمې ستونزې هم اوارې شي.”

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال وايي چې د سولې د خبرو له پاره د افغان حکومت دریځ روښانه شوی دی او یوازې له هغو ډلو سره خبرې کوي چې اساسي قانون ومني او د خلکو له وژنو لاس واخلي.

د ولسمشر د وياند مرسيتال: سید ظفر هاشمي وايي: “د افغانستان د حکومت موقف څرګند دی په دې معنی چې که دوی تاوتريخوالی پرېږدي او د اساسي قانون تر سيوري لاندې له افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي، نو موږ بيا له دوی سره خبرو ته حاضر يو، خو هغوی چې تاوتريخوالی کوي، ځانمرګي بريدونه کړي او افغانان وژني نو د افغان نظاميانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.”

له بلې خوا افغان کارپوهان وايي چې په پاکستان لاهم د سولې په برخه شک کېږي.

سياسي کارپوه عتیق الله ځاځی وايي:” پاکستان په خپلو سياستونو کې هېڅ کله هم له افغانستان سره صداقت نه دی کړی او حکومت بايد د طالبانو ملاتړي د سولې په خبرو اترو باوري کړي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د سولې د عملي خبرو اترو له پاره هيله نه وه، خو دا ځل هيله شته چې د سولې خبرې اترې يوې پايلې ته ورسېږي.”

د طالبانو د رژیم له را نسکورېدو څو کاله وروسته په افغانستان کې د جګړې اور بیا بل شو او وسله والو طالبانو د نړیوالو سرتېرو او افغان دولت په ضد وسله وال خوځښتونه پیل کړل. که څه هم په تېرو کلونو کې افغان چارواکو وسله والو طالبانو ته د سولې وړاندیزونه وکړل خو مثبته پایله یې ورنه کړه.

Trending

Exit mobile version