تازه خبرونه

طالبان پر خلکو د خپلې مفکورې او حکومت تپلو هڅې کوي – عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳, ۱۴۰۰)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ویلي، چې طالبان نشي کولی خپله مفکوره پر ټولو خلکو ومني او خپل حکومت پرې وتپي.

په ډېرو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده؛ خو د ملي پخلاینې عالي شورا مشر وایي: طالبان فکر کوي، چې د جګړې په ډګر کې برلاسي دي؛ خو پر وینا یې دا ډله نشي کولی خپله مفکوره د افغانستان پر ټولو خلکو ومني.

 له الجزیرې سره خبرو کې نوموړي ټینګار کړی کومې سیمې، چې د طالبانو په اداره کې دي، په کې خلک له خپلو حقونو او آزادیو بې برخې دي او طالبان هڅه کوي، چې د جګړې له لارې خپله مفکوره پر خلکو وتپي.

 دعبدالله عبدالله د څرګندونو له مخې، که څه هم د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او په خبرو کې پرمختګ ندی شوی؛ خو خبرې به ونه دریږي.

عبدالله وایي: طالبان نشي کولی د ټول افغانستان نفوس طالبان کړي. د افغانستان طالباني کېدل د منلو ندي. هوکې! البته هغوی اوس فکر کوي، چې د جګړې په ډګر کې برلاسي دي؛ خو کله، چې د ژوند نورو برخو کې واقعیتونه ګورو، تاسې نشئ کولی خپله واحده مفکوره  له پوځي لارې پر نورو تحمیل کړئ.

 عبدالله عبدالله یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتو سره اوس پر یوه سیاسي جورجاړي د لاسرسي لپاره فرصت برابر شوی او دواړه لوري باید له دې فرصته ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړې: په هغو ساحو کې، چې له طالبانو سره یې اداره ده؛ له بده مرغه خلک له خپلو آزادیو او حقونو، چې باید خوند ترې واخلي، برخمن ندي او هغه لاسته راوړنې، چې مونږ درلودې بېرته شاته تللي او دا همدا راز یو حقیقت دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ویلي، چې په افغانستان کې روانو شرایطو ته په پام له خبرو پرته بل غوراوی نشته.

هغه دا ټینګار هم وړاندې کړ؛ مونږ فکر کوو، چې سوله ییزه هوکړه د جګړې د دوام پر ځای یوه ښه ټاکنه ده او مونږ خپلې دا هڅې روانې ساتو. دغه راز د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او جګړه سخته روانه ده که څه هم خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ نشته، باید ونه وایو، چې دا خبرې دې ودریږي.

د شنبې پر ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي وه، چې طالبانو د جګړې له لارې هیڅ امنیتي پوسته نده نېولې، بلکې تبلیغات او سیاسي معاملې سبب شوې، چې امنیتي پوستې له لاسه ووځي.

Trending

Exit mobile version