تازه خبرونه
طالبان پر نږدې دېرش سلنه خاوره ولکه لري- سیگار
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په افغانستان کې د امريکا د بيا رغونې د چارو څارونکي جان سوپکو، د دغه هيواد کانگرس ته په خپل راپور کې ويلي، چې د افغانستان امنيتي حالت مخ په خرابیدو دی او راتلونکې یي هم روښانه نه ده.
د نوموړي په وینا؛ طالبان په ۲۰۰۱ کال کې له شړل کیدو وروسته اوسمهال تر بل هر وخته ډېرې سیمې تر څارنې لاندې لري.
له دې وړاندې افغان دولت ورته ادعاوې رد کړي؛ خو تر دې دمه یې د سیگار د مشر د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو ۱۵ کلونو کې امریکا د افغانستان د بیارغونې په برخه کې ۱۱۳ میلیارد دالر لگولي دي؛ خو د دې راپور تر خپریدو پورې دغه هېواد په ځان بسیا شوی نه دی.