تازه خبرونه
طالبان په استانبول ناسته کې مشروط ګډون غواړي – راپور
امریکا غږ د طالبانو د یوه لوړپوړي غړي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې دوی به د استانبول په ناسته کې مشروطه ګډون وکړي.
یوه لوړپوړي طالب د نوم نه ښودلو پر شرطه امریکا غږ ته څرګنده کړې، چې: د استانبول ناسته به لنډمهاله وي، ټیټ پوړی طالب پلاوی به ورځي او په اجندا کې به اړینه پرېکړه رانغښتې نه وي.
دغه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي: زمونږ مشرتابه وړاندیز کوي، چې د استانبول ناسته باید له درې ورځو ډېر اوږده نشي.
یو بل لوړ پوړي طالب چارواکي هم امریکا غږ ته یاده خبر تائید کړی ده.
د استانبول ناسته، چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ د امریکا لخوا وړاندیز شوې وه؛ باید د می د میاشتې په پیل کې جوړه شوې وه، خو طالبانو په کې خپل ګډون رد کړی و.
د دغه راپور د څرګندونو له مخې؛ د طالب مرکچي پلاوي د رهبرۍ غړیو او یو شمېر مشرانو له خپل مشرتابه ملا هیبت الله اخندزاده سره لیدلي دي.
امریکا غږ دا هم په ډاګه کړې، چې د طالبانو د خبرو اترو مشر ملا عبدالحکیم حقاني شاوخوا یوه میاشت مخکې له ملا فضل، ملا شیرین او ملا عبدالمنان سره هم لیدلي وه.
د لومړنیو څرګندونو له مخې، د طالب مشرانو دا ناسته په پاکستان کې تر سره شوې ده.
په دې راپور کې راغلي؛ د استانبول په ناسته کې د طالبانو مشروط ګډون د پاکستان، قطر او نورو هېوادونو د هڅو پایله ده.
په راپور کې زیاته شوې؛ د طالبانو مشران د استانبول په ناسته کې د ګډون هیله من نه ول؛ خو وایي، چې دوی به د پاکستان او قطر په غوښتنه په دې ناسته کې شرط ګډون وکړي.
طالبانو دا ندي ویلي، چې د استانبول په غونډه کې به د دوی استازولي څوک کوي.
دغه راز د حکومت د خبرو اترو د ډلې غړي نادر نادري ویلي، چې هغه پدې اړه هیڅ معلومات نلري او نه ورسره تر دې دمه څه شریک شوي دي.
د امریکا غږ راپور ښیي؛ امریکا، ترکیې او افغان حکومت وړاندیز کړی، چې په دوحه کې د دوی د مذاکراتي ټیم له غړیو پرته د طالبانو یو یا دوه لوړ پوړي غړي د استانبول په ناسته کې د دې ډلې استازیتوب وکړي.
د دغو هېوادونو چارواکو ویلي؛ باوري ندي، چې د قطر د دفتر غړي د طالبانو د استازیو په توګه پرېکړه وکړي.
راپور زیاته کړې، چې طالبان نه غواړي د استانبول په ناسته کې پرېکړه کوونکي وي او له همدې کبله مشخصه اجندا نه غواړي.
امریکا غږ په بشپړ ټینګار زیاته کړې، چې د طالبانو مشر د اوربند اعلان ته چمتو نه دی.
