مهم خبرونه

طالبان په غزني کې د رسنیو په چارو کې لاسوهنه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۵, ۱۳۹۹)

د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیتې نن (دوشنبه د لړم ۵) په غزني کې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو لخوا له بندیز لګولو خبر ورکړی دی.

دغې کمیتې څرګنده کړې، چې طالبانو په دې وروستیو کې د غزني ولایت یو شمېر خبریالان او د رسنیو چارواکي غوښتي وه او هغوی ته یې ویلي، چې د دوی له غوښتنو سره سم خپلې خپرونې تنظیم کړي.

دوی زیاته کړې: طالبانو رسنیو او خبریالانو ته سپارښتنه کړې، چې په سیمه ییزو رسنیو کې د ښځو د میوزیک او غږ خپرولو څخه ډډه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي؛ وسلوالو طالبانو د رسنیو چارواکي ګواښلي، چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي؛ نو راتلونکی مسوولیت به یې پخپله غاړه وي.

د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیتې ويلي، چې دا موضوع وروسته په غزنی ولایت کې د خوندیتوب کمیتې د استازي او ځایي مشرانو په هڅو څه نا څه حل شوې ده.

له بلې خوا د افغان ژورنالیستانو د ملاتړ کمیتې د طالب سرچینو په حواله ويلي، چې د دوی سیمه ییزو چارواکو دا کار پخپلسر کړی او رسنۍ کولی شي د پخوا په څېر خپرونې روانې وساتي؛ خو د دوی ځینې غوښتنې، چې په ښکاره له عرف سره اړخ نه لږوي؛ په پام کې ونیسي.

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمیتې ويلي، چې دا بنسټ په دې باور دی، چې معلوماتو ته د لاسرسي حق او د بیان آزادي د هر انسان طبیعي حق دی او هیڅ څوک او هیڅ ډله حق نلري، چې نور ترې بې برخې کړي.

دغې کمیتې له ښکیلو خواوو غوښتي، چې دې بشري حق ته درناوی وکړي او په دې برخه کې خنډونه رامنځته نکړي.

همدارنګه دوی له افغان حکومته هم غوښتي، چې په دوحه کې د طالبانو له سیاسي پتې سره دا ستونزه حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د سولې خبرو له پیلیدا میاشت تېره شوې او د کمیېې مشر نجیب شریفي د تېرو ۱۹ کلونو د رسنیو د لاسته راوړنو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.

Trending

Exit mobile version