تازه خبرونه
طالبان په کابل ښار کې پراخ نفوذي شتون لري – حکومت
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو ریاست تائیدوي، چې په کابل ښار کې طالبان پراخ نفوذي شتون او حضور لري.
د ولسمشرۍ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو ریاست مشر وحید عمر له ځوانانو څخه د ملاتړ یاد غونډې ته د خبرو پر مهال دا هم ویلي، چې که څه هم د طالبانو نفوذي کسان په کابل کې عادي ګرځي؛ خو د طالبانو نفوذیان او ځواکونه دي.
هغه له ځوانانو څخه د ملاتړ ناستې ته ټینګار کړی، چې له طالبانو سره سوله د سیاسي جورجاړي له مخې ناشونې ده. له حکومتي بنسټونو بهر باید سولې ته زمینه برابره شي.
د پخلاینې عالي شورا د ځوانانو دې ناستې ته په خپل پیغام کې په ډاګه کړې؛ د افغانستان په وړاندې ګواښونه شته، خو د سولې لپاره باید له را منځته شوي فرصت څخه ګټه پورته شي. حکومت هڅه کوي، چې سوله دومره بیه وانخلي، چې د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې او دا راز سیاسي او دولتي جوړښتونه ور سره له منځه ولاړ شي.
د وزیرانو شورا د دارالانشا پخوانی مشر نصر الله ارسلایي ویلي، چې د سولې په هڅو کې باید د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې، سیاسي جوړښتونه اودولتي بنسټونه باید خوندي پاتې شي،
تمه ده، چې د سولې په خبرو اترو کې د عدالت پر ټینګښت او د برابرۍ پر محوریت خبرې وشي. که نه افغانستان به تلپاتې سولې ته ونه رسیږي.
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، چې د یوې لنډ مهالې سیاسي معاملې پر لوري روان یو؛ خو له دې معاملې سره تلپاتې سولې ته نه رسیږو.
ټاکل شوې، راتلوونکې اوونۍ د حکومت او طالبانو خبرې په دوحه کې تر سره شي.
دولت او طالبانو دواړو ویلي، له وړاندې ټاکل شوې اجنډا لري او د اوربند تر څنګ، په نورو اجنډاوو هم بحث کیږي.
